مصر د لیبیا د ستونزې د خپریدو څخه په ویره کې دی
یونیپث کارکونکی
د مصر جنګي جټ الوتکو او هلیکوپټرو د هسم پوځي تمرین پرمهال د کال 2020 په جولای میاشت کې د مصر په لویدیځ کې د ځمکې او سمندر په اوږدو کې د فرضی دښمن پر وړاندې بریدونه ترسره کړل.
د مصر د سمندري، هوایی دفاع او ځانګړي ځواکونو قطعات د سیدي باراني ښار ته څیرمه په تمرینونو کې برخه واخیسته، کوم چې د لیبیا له پولې لږترلږه 100 کیلو متره لرې د مدیترانې په سمندر کې پروت دی.
د وسله والو ځواکونو د قومندانانو سره د مصر ولسمشر عبد الفتاح السیسي د روزنې ځای څخه لیدنه وکړه ترڅو په لیبیا کې له کورنۍ جګړې څخه د خپل هیواد د ساتنې لپاره خپل ملاتړ څرګند کړي.
”څوک چې فکر کوي چې هغه کولی شي د سرتي جوفرا کرښې څخه تیر شي، نو په غلطی که لویږي، ځکه چې دا زموږ لپاره سره کرښه ده.” ولسمشر السیسي د لیبیا دولت ته په غونډه کې چې له مصر سره د سرحداتو د شراکت په اړه وه اعلان وکړ.
د هسم 2020 کې د یو قومادې پر مرکز باندې تمثلي بمي بریدونه، ساحلي ځمکني عمليات، سمندري بمبار او پر زغره والو قطارونو باندې هوايي بریدونه شامل وه.
ولسمشر السیسي په لیبیا کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره خپله لیوالتیا اعلان کړه او د اوربند څخه یې ملاتړ وکړ ترڅو د شخړې سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي. سره له دې، دغه هیواد پدې پوهیږي چې د تروریزم په څیر عصري ګواښونه وسله وال ځواکونه اړ باسي ترڅو د غیر متناسب، غیر رواجي یا څو اړخیز جګړو لپاره خپل ظرفیتونو ته وده ورکړي.
د دې مقصد لپاره مصري سرتیري په څو بین المللي پوځي تمریناتو کې برخه اخلي لکه په مصر کې برایټ سټار، په اردن کې ایګر لاین، قبرس او یونان سره میډوس، په متحده عربي اماراتو کې زاید او په سعودي عربستان کې د خلیج شیلډ.
سرچینه: ال-احرام ورځپاڼه
Comments are closed.