مصر دفاعي صنعت ته وده ورکوي
یونیپث کارکونکی
په دفاعي صنعت کې د نړیوالو شراکتونو اهمیت په درک کولو سره، مصر په دسمبر 2023 کې د دفاعي او نظامي صنعتونو لپاره د دریم نړیوال نندارتون یا د مصر دفاعي نندارتون (EDEX 2023) کوربه توب وکړ.
د قاهرې په نصر ښار کې د مصر د نړیوال نندارتون په مرکز کې ترسره شوي، EDEX 2023 د 44 هېوادونو څخه 411 نامتو نړیوالو او ملي نندارچیانو ته د مهارتونو د تبادلې فرصت برابر کړ. نندارچیانو خپل محصولات د نندارې په درې ساحو کې په جوړ شوو 22 نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړل.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، څو معززو میلمنو او لوړ پوړو پوځي افسرانو په ګډون، EDEX 2023 د “لېوالتیا او ننګونې” په نوم یو لنډ مستند فلم سره پرانیستل شو چې د مصر د دفاع وزارت د اخلاقي چارو ریاست لخوا تولید شوی وو.
مستند فلم د مصر د سمندري ځواک لاسته راوړنې او هغه رول په ګوته کړ چې د مصر محلي نظامي صنعت یې د خپلو وسلو په سمبالولو کې لوبولی، په ځانګړې توګه د الکساندریا شپ یارډ، چې هڅې یې د آلمان او فرانسوي شرکتونو په ملګرتیا کې د دریو جنګي بیړیو په تولید تمامې شوې.
مرستیال ادم. د مصر د سمندري ځواک قوماندان اشرف ابراهیم عطوا یوه وینا وکړه چې د سمندري ځواک د پرمختګ پړاوونو او د یو باوري ملي دفاعي صنعت رامنځته کولو هڅې یې په ګوته کړې. هغه په منځني ختیځ او ټوله نړۍ کې له ننګونو او شخړو سره د مقابلې په موخه د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د نړیوال مشارکت او متخصصینو د تبادلې ستاینه وکړه.
د مصر د وسله والو ځواکونو لوی قوماندان او د دفاع او نظامي تولید وزیر محمد ذکي وویل: “مصر د هغو خلکو لپاره د پېل ټکی و او اوس هم دی، چې د نېکمرغۍ او سولې سره مینه لري، پداسې حال کې چې د سولې رامنځته کولو او د ګډ اوس مهال جوړولو لپاره هڅې شریکوي او د شخړو مخنیوی کوي.”
مصر د لومړي ځل لپاره EDEX په دسمبر 2018 کې د 41 هېوادونو څخه د 56 پلاوو سره ترسره کړ. دوهم تکرار په نومبر 2021 کې ترسره شو او د 42 هېوادونو څخه د 400 څخه زیاتو نندارچیانو پکې برخه اخیستې وه. سرچینې: یوټیوب، د مصر د ملي مطبوعاتو اداره
Comments are closed.