متحده عربي امارات د فضا په سپړلو کې مخکښ رول لوبوي
یونیپث کارکونکی
د محمد بن راشد فضایی مرکز (MBRSC) لخوا جوړ شوی او د راشد نوم ورکړل شوی، لومړی عرب جوړ د سپوږمۍ فضایی بیړۍ د متحده عربي اماراتو لخوا د سپوږمۍ مدار ته ورسیده.
کوچنی او سپک روور په 2022 دسمبر کې د متحده ایالاتو په فلوریډا کې د کیپ کاناورل فضایی ځواک سټیشن څخه د سپیس ایکس فالکون 9 راکټ په واسطه فضا ته وتوغول شو.
د روور ماموریت په سپوږمۍ د ساینسي تجربو ترسره کول او د ډیټا او انځورونو MBRSC ته لیږدول و.
د متحده عربي اماراتو مرستیال مشر او لومړي وزیر جلالتمآب شیخ محمد بن راشد المکتوم راشد د متحده عربي اماراتو د فضا لوړو هیلو پروګرام د برخې په توګه یاد کړ چې د ټول انسانیت د ګټې لپاره د مریخ او زهره سیارو سپړل پکې شامل دي. که څه هم نوموړی لټونګر د سپوږمۍ په سطحې کې وغورځیده، د راتلونکي لپاره ترلاسه شوې پوهه یې خورا ډیره ارزښتمنده وه.
لومړي وزیر د توغولو په ورځ یادونه وکړه، چې “متحده عربي اماراتو راشد لټونګر د سپوږمۍ په سطحه د کښیناستلو موخې لپاره توغولی ترڅو په نړۍ کې څلورم او په عرب ټولنه کې لومړی هیواد شي چې د سپوږمۍ سطحه کې ناسته کوي”.
د امارتیانو هڅولو، د انجنیرانو او ساینس پوهانو د نسل روزلو او په سیمه کې د فضا سپړنې او څیړنې هڅولو لپاره، د متحده عربي اماراتو فضایی ادارې MBRSC په 2006 کې په دوبۍ کې تاسیس کړ چې تمرکز یې د سیټلایټ پروژو، د مریخ ماموریت، د سپوږمۍ ماموریت، او ستور مزلو باندې و.
په ماموریت باندې د کار کونکي ساینس پوهانو ټیم مشرې ډاکټر سارا المعیني وویل: “د لټونګر جوړولو پرمهال چې موږ د کومې ننګونې سره مخ شو هغه دا چې پدې وروستیو کې د سپوږمۍ سطحې ته کوم ماموریت نه و چې د هغه په ساینسي ډیټا موږ تکیه کولی شوی او د سپوږمۍ سپړلو لپاره د اماراتو پروژه مو ورباندې بنا کړی وی، او پدې ننګونه د برلاسي کیدو لپاره، موږ لوی شمیر مطالعات او تجربې وکړې ترڅو د سپوږمۍ د سطحې طبعیت باندې پوهه شو او د راشد لټونګر کې د ټیکنالوژۍ مؤثریت ډاډمن کړو. “
په 2019 کې MBRSC ستورمزلی هذا المنصوري نړیوال فضایی مرکز ته ولیږه. او په 2020 جولای کې د اماراتو د مریخ ماموریت د امید لټونګر د نوموړي سیارې مدار ته وتوغاو. سرچینې: الخلیج، CNN، نیویارک ټایمز
Comments are closed.