متحده عربي امارات د سیمې امنیت ښه کولو لپاره دیپلوماسي شدیده کړې
د ابوظهبي ولیهعد شهزاده جلالتمآب شیخ محمد بن زاید النهیان، د اردن پاچا جلالتمآب عبدالله دوه ابن الحسین او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په ګډه په سیمه کې د امنیتي ننګونو په ګوته کولو لپاره د 2022 اپریل کې یوه درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ.
د قاهرې ناسته کې موضوعات د سیمې بحرانونو ته د عربو ګډ غبرګون، همدارنګه د خوړو او انرژۍ امنیت ښه کلو لپاره لارو چارو باندې متمرکز و.
د قاهرې ناسته په سهیلي اسرایل کې د 2022 مارچ کې د شپږ هیوادونو ناستې په تعقیب وشوه چې پدې کې د مصر، متحده عربي اماراتو، مراکش، بحرین، اسرایل او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیران سره یوځای شوي و.
هغوی د عربو – اسرایل د عادي کیدو تړون، د روسیه لخوا په اوکراین یرغل او د ایران هستوي پروګرام، او په ویانا کې مزاکراتو پورې اړوند تازه معلوماتو باندې وغږیدل. د مصر څو ویناوالو د تاوتریخوالي او نفاق تحریک کولو لپاره د سوریه په څیر ځایونو کې د نظامي نیابتي ډلو د کارولو څخه د ایران مخنیوي کولو کې د سیمې لیوالتیا په ګوته کړه.
د بهرنیانو چارو وزیرانو د اړیکو پیاوړي کولو او د ګډون کونکي هیوادونو لپاره د دایمي فاریوم جوړولو سره موافقت وکړ، په ګډون کولو کې لیواله نورو هیوادونو ته د غړیتوب پرانیستي پریښودو امکان سره.
د شیخ محمد بن زاید النهیان په استازیتوب متحده عربي اماراتو د 2022 مارچ کې د اردن په عقبه کې په یوه څلوراړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړ. مرکزي ګډون کونکي یې پاچا عبدالله، د مصر ولسمشر السیسي او د عراق پخوانی لومړی وزیر مصطفی الکاظمي و.
سرچینې: alkhaleejonline.net ،Elaph
Comments are closed.