څانګېد سیمې هېوادونه متحده عربي امارات د خلیج هیوادونو د پولیسو ځانګړو قطعاتو له تمرین څخه کوربتوب کوي By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter یونیپث کارکونکی د عربي خلیج هیوادونو د 2020 په فبروري کې د تروریستي حملو د شنډولو، د یرغملو ژغورلو او بمونو شنډولو لپاره ګډ امنیتي تمرینات ترسره کړل. د پولیسو متمرکز تمرین – چې د عربي خلیج امنیت 2 په نوم یادیږي – په متحده عربي اماراتو (متحده اماراتو) کې د دوبۍ د پولیسو اکاډمۍ کې د درې اونیو په اوږدو کې ترسره شو. د اماراتو ځانګړو پولیسو قطعات له خپلو بحریني، کویټي، عماني او سعودي عربستان له همکارانو سره روزنه ترسره کړه. د تمرین هدف د خلیج همکارۍ شورا غړو هیوادونو په کورنیو چارو وزارتونو کې د ځانګرو قطعاتو ترمینځ د چمتووالي کچې لوړول او د طرزالعملونو معیاري کول وو. تمرینونو، قطعاتو ته دا فرصت ورکړ چې خپل مهارتونه وښیې، په دې کې لاندې تمرینونه شامل وو، لکه، د لوړپوړو کسانو کاروان د تروریستانو تر برید لاندې راتلل، په عامه بس کې د ملکي وګړو یرغمل کېدل، پر تروریستانو برید چې یو هوټل او پلورنځی یې نیولي دي، او د چاودیدونکو توکو د موندلو لپاره د سپیو کارول. د متحده عربي اماراتو برید جنرال ډاکټر علي سالم التونیجي په کورنیو چارو وزارت کې د فدرال مرکزي عملیاتو عمومي رییس، د سیمهییز امنیت متخصصینو پر اړتیا ټینګار وکړ تر څو د سیمې ګډو ګټو لپاره کار وکړي. د سعودي ځانګړو امنیتي ځواکونو قوماندان برید جنرال عواد مشوه العنیزي له هغوی سره موافقه وکړه. هغه وویل، “د دې تاکتیکي تمریناتو هدف د عملي همکارۍ او همغږۍ ښودل او د امنیتي ځواکونو غبرګون او د ګډو عملیاتو ترسره کولو لپاره د دوی د چمتووالي ارزول دي.” د عربي خلیج امنیت 2 پوځي تمرین دویم هغه وو چې د خلیج د همکارۍ شورا هیوادونو یې د بیاځلې تکرارېدو غوښتنه کوله. د عربي خلیج لومړی امنیتي تمرین د 2016 په نومبر میاشت کې په بحرین کې ترسره شو. سرچينې: البیان، د متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو وزارت Facebook Twitter Share
Comments are closed.