متحده عربي امارات او اردون پوځي ټکنالوژي تبادله کوي
یونیپث کارکونکی
د دوه اړخیزو پوځي اړیکو د پراختیا لپاره متحده عربي اماراتو او اردن هاشمي شاهي دولت ترمنځ د 2021 کال په اپرېل کې د پوځی ټېکنالوژۍ د تبادلې لپاره د تفاهم یو یادداشت لاسلیک شو.
دا تړون د متحده عربي اماراتو د پلان، تنظیم او دفاع وزارت د مرستیا تورن جنرال مبارک سعید ګفان الجابري او په اردن کې د پلان، تنظیم او د دفاع د سرچینو د ګډ مشر مرستیال ډګرمن ابراهیم سلمان النعمت تر منځ لاسلیک شو.
تورن جنرال الجابري وویل:”د دغه یاداشت لاسلیک د اردن هاشمي شاهي دولت د تاسیس له سلیزې سره سمون لري؛ په دغه وخت کې دوی د عربو ملي امنیت په ساتنه، په سیمه کې د اعتدال او ثبات په ملاتړ، د ښې حکومتولۍ او رهبرۍ لپاره یوه بېلګه ده چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د منلو او درناوي وړ دي؛ دوی په دې هر څه کې یو عزتمند او اغیزمن رول ولوباوه”.
د اقتصادي، ډیپلوماټیکو او ټولنیزو اړیکو سربېره اردن او امارات ژورې پوځی اړیکې لري، چې له لارې یې دواړه هېوادونه د روزنې، تکنالوژۍ او استخباراتو په برخه کې پوځی تخصص تبادله کوي او په منظمه توګه په ګډو تمرینونو کې؛ لکه د وږي زمري کې برخه اخلي.
اردن او اماراتو په 2017 کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتو همکاریو لپاره 12 هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، چې په دې کې تړونونه، پروتوکولونه او یادګارونه شامل وو چې د مخابراتو، معلوماتي ټیکنالوژۍ، چاپېریال ساتنې، سوداګرۍ، پانګونې، سمندری امنیت، زده کړې، لوړو زده کړو، علمی څیړنو او رسنیو په اړه د مالي او تخنیکی چارو برخې رانغاړل شوې.
په اردن کې د روغتیایي برخې د پیاوړي کولو لپاره د کووېډ- 19 کړکیچ د له منځه وړلو لپاره، اماراتو په درېیو الوتنو کې څه باندې 39 ټنه طبی توکي اردن ته ولېږل. په دې کې د ټېسټ وسایل او ولینټییر ماشینونه شامل وو. له دغو مرستو 40 زره هغو روغتیایی کارکوونکو ګټه اخیستې چې د کووېډ- 19 د پراختیا د مخنیوي لپاره مبارزه کوي.
متحده عربي اماراتو همداراز هڅه کړې چې په سوریه کې د انساني ناورین پر وخت، پر اردن اقتصادي فشارونه کم کړي. اردن سلګونو زره سوري کډوال ځای پر ځای کړي دي. د سعودي او کویټ تر څنګ، اماراتو په 2018 کې اردن ته 2.5 ملیارده ډالر ورکړل چې مالي سکتور یې پر پښو ودروي.
سرچينې: الاتحاد، البیان
Comments are closed.