متحده عربي اماراتو د مریخ تقیقات پيل کړل
یونیپث کارکونکی
په نړۍ کې د فضایي تحقیق سره د مرستې د یوې برخې په توګه د متحده عربي اماراتو د محمد بن راشد فضایي مرکز یو توغندي وتوغول چې نوموړی هیواد لومړني سپوږمکۍ مریخ ته د پلټنې لپاره لیږي.
د امید سپوږمکۍ د کال 2020 په جولای میاشت کې په جاپان کې د تیناګیشیما له فضایي مرکز څخه را ووتله. نوموړې د لمریزې بریښنا سپوږمکۍ د متحده عربي اماراتو د فضایي ادارې لخوا د متحده ایالاتو په څو پوهنتونونو کې د ساینس پوهانو په همکاري سره جوړ شوی وه.
د 1350 کیلو ګرام تحقیقاتي سپوږمکۍ، چې ډیری یې د المونیم څخه جوړه شوي، د سره سیارې پر مدار به وګرځي او معلومات به راټول کړي چې د مریخ نازک اتموسفیر څنګه ګازونه لکه اکسیجن ساتي او ګرځوي یې.
متحده عربي امارات د ښې حکومتدارۍ او دوامداره اقتصادي پراختیا له امله د ډیری دولتونو لپاره نمونه ګرځیدلې. شاوخوا درې لسیزې دمخه اماراتو د تیلو له انحصاري عوایدو څخه لرې خپل ملي اقتصاد ته تنوع ورکول پیل کړل.
په کال 1985 کې د نړۍ ترټولو لوی آزاد تجارتي زون له رامینځته کولو وروسته – په دوبۍ کې د جبل علي آزاد زون – متحده اماراتو ته ملیاردونه ډالر بهرنۍ پانګه راجلب کړه. دغه هیواد پانګوالو ته په عربي خلیج کې د ځای په ځای کیدو لپاره لوې هڅونې وړاندې کړې او د پانګوالو د ودې او پرمختګ لپاره خوندي سوداګري فضا رامینځته کوي.
د نوښت لپاره د هیواد اوه کلن ستراتیژیک پلان څخه هدف دا دی چې متحده عربي امارات د ساینسي پرمختګ له پلوه د غوره هیوادونو په مینځ کې ځای ولري. فضایي څیړنه د دې پلان یوه برخه ده، او د مریخ سفر دا ثابته کړه چې دغه هیواد څومره د پرمختللې ټیکنالوژۍ تطبیق ته رسیدلی.
د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان د کال 2014 په جولای میاشت کې د مریخ ماموریت په اړه اعلان کړ او په ټوله عربي نړۍ کې یې د ساینس او انجینرۍ د ودې غوښتونکی شو. د امید سپومکۍ یوه اصلي نمونه د کال 2017 د دوبۍ په هوایي نندارتون کې اصلي پړاو ته داخل شو.
شیخ خلیفه وویل: “موږ به دا ثابته کړو چې موږ د دې وړتیا لرو چې انسانیت ته نوي ساینسي مرستې وړاندې کړو.”
د متحده عرب اماراتو فضایي اداره د ساینسي څیړنو او کشفیاتو لپاره ملاتړ برابروي. د دې یوه فرعي څانګه د متحده عربي اماراتو پوهنتون کې د فضایي ساینس او ټیکنالوژۍ ملي مرکز دی، کوم چې د مخابراتو تنظیم له عمومي ادارې په همکارۍ فعالیت کوي.
دغه فضایي اداري له نړیوالو بنسټونو لکه په برکلي د کالیفورنیا پوهنتون، د کولوراډو پوهنتون او اریزونا ایالت پوهنتونونو سره ملګرتیا رامینځته کړې.
Comments are closed.