له سمندري غلاوو سره د مبارزې لپاره د پاکستان څو ملیتي ماموریت
کله چې د عدن په خلیج کې د باران فصل پای ته ورسید، د پاکستان سمندري ځواک د 2020 په نومبر کې د کښتیو یو څوملیتي ډلې سره یوځای شو ترڅو په سمندري لارو کې د غلا مخه ونیسي.
د شمال عملیاتو کې د بحرین میشتو ګډو سمندري ځواکونو له ډلې ډیری ملګرو ځواکونو برخه واخیسته. د پاکستان سمندري کشتۍ ذولفقار د جنوبي کوریا او جاپان له بیړیو سره یوځای شوه ترڅو له عرب خلیج څخه د افریقا تر ښکر پورې ګزمه وکړي.
ذوالفقار د جنوبي کوریا له یوې کښتۍ سره د تیریدلو په یو تمرین کې له نږدې څخه کار وکړ ترڅو د بحران پر مهال د دوو سمندري ځواکونو تر منځ د ګډ فعالیت وړتیا وڅیړي. پاکستان د ګډ کاري ځواک 150 غړی دی، چې د ترهګرو، قاچاق وړونکو او نورو مجرمینو لپاره په عرب خلیج کې ګزمې کوي. سویلي کوریا د عدن په خلیج کې په ګډ کاري ځواک 151 کې برخه اخلي.
د سي ټي اف 151 عملیاتو مرستیال قوماندان وویل، “د شمال عملیات د سمندري احتمالي غلو او د سمندري غلا ملاتړ کوونکو ته ښیي چې په سیمه کې د پام وړ پوځي ځواک شتون لري چې د سمندري غلو د هر ډول برید سره به مقابله وکړي.” یو سنګون د سویلي کوریا
د باراني موسمونو پر مهال ارام بادونه او سمندرونه د سمندري سوداګریزې پراختیا ښودنه کوي. په هممهاله توګه، د کب نیولو او سوداګرۍ په زرهاوو کښتۍ د یمن او عمان په څیر هیوادونو په سواحلو کې راپیدا کیږي. دا د سمندري سرغړونو خطر زیاتوي.
قوماندان یوو وویل، “موږ د سوداګریزو کښتیو په هکله خپلو ملګرو ته ډاډ ورکوو چې د بیړیو په فعالیت کې د لږ زیاتوالي سربیره، پوځ د ځواب ویلو لپاره چمتو دی.” یوو وویل.
د عمان شاهي سمندري ځواک هم د شمال عملیاتو په جریان کې د جنګي کښتیو د شتون په هکله سوداګرو کښتیو ته په خبر ورکولو سره مهم رول لوبولی. یوه پاکستانۍ چورلکه د نورو هیوادونو لکه اروپایي اتحادیې له ځواکونو سره یوځای شوه، ترڅو د سمندري ګزمې لپاره هوایي ګزمه وکړي او د احتمالي غلو لپاره سمندري لاري وڅاري.
جګړن د سي ټي اف 151 عملیاتو قوماندان وویل “دا تل د خوشي ځای دی کله چې موږ د ډیرو هیوادونو سره په ګډه کار کوو ترڅو خپلې وړتیاوې ته وده ورکړو، که دا د ګزمې الوتکې او جنګي کښتۍ وي چې په تاکتیکي ډول یو بل سره مانور کوي یا هیوادونه وي چې خپل سمندري او ساحلي ځواکونه سره همغږي کوي ترڅو د سمندري تګ راتګ آزادي تامین کړي”. د ترکیې د سمندري ځواک افسر نجات اینانیر.
تمه کیږي چې په څو ملیتي سمندري ایتلافونو کې د پاکستان برخه اخیستنه د سمندري ځواکونو د نوي مشر په وروستۍ ټاکل کیدو سره دوام ومومي. امیر البحر. محمد امجد خان نیازي د 2020 په اکتوبر کې لوړه وکړه.
سرچينې: هلال مجله، ګډ سمندري ځواکونه
Comments are closed.