څانګېد سیمې هېوادونه له افغانستان سره د هوا له لارې مرسته By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter د متحده ایالاتو د ترانسپورت قوماندې قوماندان، جنرال سټیفن لیونس وویل، په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره متحده ایالات د مرکزي آسیا هیوادونو سره خبرې کړي ترڅو د خپل هوایی حریم له لارې د امریکايي ځواکونو الوتنو، کشفي او نورو الوتکو ته اجازه ورکړي. د جنرال لیونس په وینا دا یو نوی نوښت دی چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ د شمالي ویش له شبکې څخه مرسته ترلاسه کوي. دا شبکه پر لوجستیکي لارو سنبال ده ترڅو په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته اکمالات واستوي. د شمالي ویش شبکه په مرکزي آسیا کې د پخواني شوروي اتحاد پنځو هېوادونو، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، او ازبکستان څخه تیریږي. پنټاګون له کال 2009 راهیسې د شمالي ویش شبکه کاروي ترڅو په افغانستان کې د متحده ایالاتو سرتیرو ته غیر پوځي توکي ورسوي. د سیاسي او پوځي چارو لپاره د متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، آر کلارک کوپر وویل چې متحده ایالات په افغانستان کې د سولې د خبرو له پایلو پرته د مرکزي آسیا سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي. یو هدف یې پر روسیه باندې د دې هیوادونو تکیه کمول دي، چې دوی ته د شوروي اتحاد د جمهوریتونو په توګه له هغه وخت څخه پاته ده. کوپر هیله څرګنده کړه چې د مرکزي آسیا هیوادونه د متحده ایالاتو سره د همکاري د زیاتوالي لپاره ظرفیتونه او وړتیاوې رامینځته کړي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.