لبنانیان د ګڼې ګوڼې د کنټرول په اړه زده کړې کوي
یونیپث کارکونکی
د خپلو ټولنو د خدمت لپاره د لبنان د امنیتي ځواکونو د مسلکیتوب د لوړلو په موخه، سرتیرو د نړیوال بشري حقونو پر بنسټ د سرزورو ډلو او سیاسي لاریونونو د مدیریت د څرنګوالي په اړه په یوه کنفرانس کې برخه واخیسته.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې لخوا په 2020 په اکتوبر کې جوړ شوي ورکشاپ کې ټینګار وشو چې د عامه ناکراریو پرمهال ځواک باید د بشري اصولو په چوکاټ کې وکارول شي. د سره صلیب نړیواله کمیټه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د وګړو، کډوالۍ او مهاجرت ریاست څخه پیسې ترلاسه کوي.
د لبنان د وسلوال ځواکونو د 11مې پلې لوا په قرارګاه کې جوړو شوو غونډو کې د لاریونونو او ناکراریو پرمهال د قانون د حاکمیت افسرانو پر لارښوونو، دندو او مسؤلیتونو باندې ټینګار وشو. شاوخوا 30 سرتیرو له ورانکاریو څخه د شخصي جایدادونو او ټولګټو ځایونو د ساتنې تر څنګ د بشري حقونو د خوندي ساتلو لارې چارې زده کړې. دا ډول روزنه د لبنان په پوځ کې د بشري حقونو نړیوال قانون ته د درناوي فرهنګ د رامنځته کولو لپاره اړینه ده.
د لبنان د اساسي قانون 13م ماده کې ویل شوي، “په شفاهي او لیکلې بڼه د بیان آزادي، د مطبوعاتو ازادي، د شوراګانو ازادي او د ټولنې آزادي باید د قانون له لوري د ټاکل شوو حدودو کې کې تضمین شي.”
د لبنان امنیتي ځواکونه عموما د هغو لاریونونو په اداره کولو کې چې د کال 2020 په اګست میاشت کې د بیروت بندر له چاودنې وروسته راپورته شوي د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو سره سم له ځانه غوره ډسپلین وښود. د لبنان د امنیتي ځواکونو د زړه ټپونه د چاودنې قربانیانو ته د لارښوولو، رهنمایي کولو او مرستو رسولو په برخه کې د هغوی د دوامداره کارونو د ترسره کولو د مخنیوي لامل و نه ګرځېد. سرچينې: د نړیوال سره صلیب کمیټه (آي سي آر سي)، د لبنان پوځ
Comments are closed.