قطر د جګړې زونونو کې ښځو او انجونو سره مرسته کوي
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) سره په ګډه د پراختیا لپاره د قطر فنډ (QFFD) د 2022 سپتمبر کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي شورا 77مه ناستې په څنډه کې د جګړې زونونو کې ښځو (WICZ) نوښت جوړ کړ.
د WICZ موخه په ټوله نړۍ کې د جګړې په زونونو کې د ښځو او انجونو ملاتړ او د هغوی ځواکمن کول دي، د قطر د ملاتړي رول تایید چې د شخړو، جګړو او د لوږې څخه اغیزمنو شوو ښځو او انجونو سره مرسته کولو کې یې لوبوي، او هغوی هڅوي چې په بحراني وختونو کې مثبتې اغیزې ولري. دا د اوږد بحران څخه پیدا کیدونکي زیان په نښه کولو لپاره حلونه هم وړاندې کوي، لکه د تعلیم نه شتون، د روغتیا پاملرنه او ابتدایی حرفه ای مهارتونه.
د WICZ د پيل غونډې پرمهال، د قطر د بهرنیو چارو وزیر مرستیال، لولوه الخاطر وویل، “موږ واردمخه داسې یوه نړۍ کې ژوند کوو چیرې چې ښځې په لوړه کچه د دوامداره تاوتریخوالي، لوږې او نه شمولیت سره مخ دي، په ځانګړې توګه د جګړو او نازکو حالتونو پرمهال.” هغې تاکید وکړ چې دا نوښت به د مهمو مسایلو ښکاره کولو لپاره د یوه دریځ په توګه وکارول شي لکه څنډې ته کیدل، لوږه او د وسله والو شخړو ټولنیزې پایلې او اغیزې.
د ټولنو زیان سره مخ برخو د ملاتړ په موخه د ملګرو ملتونو پروګرامونو کې د قطر د سترې ونډې په ستایلو سره، د UNDP اداره کونکي آشیم سټینر د ښځو د مرستو پروګرامونو طرحه کولو کې د ښځو شمولیت ته اړتیا باندې تاکید وکړ.
سټینر وویل، “په ډیری مواردو کې، ښځې چې د نفوس نیمایی برخه ده چې اغیزمنې شوي، کله چې پروګرامونه طرحه کیږي هغوی حتی په میز باندې موجودې نه یي.” “هغوی په میز باندې موجودې نه وي کله چې د سولې مذاکرات کیږي، او هغوی قطعآ دخیل نه وي کله چې دا پروګرامونه په لاره اچول کیږي.”
د نورو نړیوالو بشري سازمانونو سره د همکارۍ لپاره د خپل ماموریت په لړ کې، QFFD په 2021 اپریل کې د افغانو ښځو او انجونو لپاره د حرفه ای مهارتونو د پراختیا روزنې تمویل کولو لپاره د ډیجیټل اتباع فنډ (DCF) سره یو تړون لاسلیک کړ ترڅو هغوی سره مرسته وشي چې وکولی شي د کار بازار شرایطو سره ځان ته سمون ورکړي، پشمول د افغانستان کې دننه د روغتیا پاملرنې سیکتور کې کار کولو لپاره د 90 افغانو میرمنو روزل.
DCF په 2013 کې د یوې افغانې میرمنې، رویا محبوب لخوا تاسیس شوی و چې موخه یې د هغې په خپل هیواد کې د ښځینه متشبثینو سپانسر کول و، داسې یوه پروسه چې د طالبانو واک ته رسیدو سره اړخ ته شوې ده.
Comments are closed.