قزاقي سرتیري سوله ساتو مهارتونو ته پراختیا ورکوي
یونیپث کارکونکی
د متحده ایالتونو او بریتانیایي ځواکونو سره د 17 کلونو سټيپي ایګل سوله ساتو تمرینونو وروسته، د قزاقستان وسلوالو ځواکونو د 2020 په اکتوبر کې د خپل هیواد لومړي سوله ساتي تمرینات تنظیم کړل.
د 1000 نه زیاتو سرتیرو په تمریناتو کې، د قزاقستان د ولسمشر قاسم جمارت توکیف پکې حضور درلود، برخه واخیسته. هغه په سیمه کې د سرتیرو له کار څخه څارنه وکړه، او همداراز د هغو ټولګیو څخه یې لیدنه وکړه چې د انجینرۍ، ژبپوهنې او درملو په برخه کې سوله ساتونکو سرتېرو ته ښوونه ورکوي.
که څه هم د روزنې موخه دا ده چې سرتیري د قزاقستان له پولو هاخوا د خدمت لپاره چمتو شي، خو دا ډول روزنه د کوویډ- 19 وبا پر مهال چې سرتېرو قرنطین پلي او مرستې یې وړاندې کړې، هم ګټوره ثابته شوه.
ولسمشر وویل، “پوځي افسران په دې مهمه شیبه کې په لومړۍ کرښه کې دي. سرتیرو او افسرانو د خپلو هیوادوالو لپاره د ریښتینې زړورتیا یوه بیلګه وښوده. زه د ټولو پوځي افسرانو څخه چې د وبا په وړاندې د مبارزې په برخه کې کار کوي مننه کوم.”
قزاقي ځواکونه د یوې لسیزې څخه ډیر د نیپال، کوټ ډیویر، لویدیځ سهارا او لبنان کې، د ملګرو ملتونو په سوله ساتو ماموریتونو کې کار کړی دی. د قزاقستان حکومت دغه رول ته په 2015 کې د سولې ساتنې قانون له تصویب سره رسمیت وکړ.
د قزاقستان د سوله ساتو ځواکونو 120 سرتیري د 2018 له اکتوبر راهیسې په لبنان کې د ملګرو ملتونو په لنډمهاله ځواک (UNIFIL) کې برخه اخیستې، چې په هرو شپږو میاشتو کې په نوبت سره د هیواد دننه او بهر دندې ترسره کوي. په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله ځواک د لبنان پر سویلي پوله ګزمې کوي.
تر دې دمه د قزاقستان سوله ساتو ځواکونو ډېر ځله د تالاشیو پوستو کې دندې او ګزمې ترسره کړې دي. خو یاد هیواد د جنګي انجنیرانو، پوځي ډاکټرانو، استخباراتي افسرانو او پوځي پولیسو په ګمارلو سره خپلو ماموریتونو ته د پراختیا په حال کې ده.
ولسمشر توکیف په دې تمرین کې سرتیرو ته وویل، “موږ د نړیوال امنیت له پیاوړتیا سره د پام وړ مرستې کړي.” سوله ساتونکی یعنې د سولې سفیر په معنی ده. تاسو دغه دنده په ښه توګه ترسره کړې او د دې تمرینونو پرمهال مو جنګي مهارتونو ته پراختیا ورکړې.” سرچينه: آستانه ټایمز
Comments are closed.