څانګېد سیمې هېوادونه قزاقستان له متحده ایالاتو سره همکارۍ ته پراختیا ورکوي By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی قزاقستان د 2019 په دوبي کې د امریکايي چارواکو د ګڼ شمیر پلاوي کوربه و چې د امنیت، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د رامینځته کولو په مقصد بحثونه وشول. د 2019 د اګست په نهمه د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکیوف سره په یوه ناسته کې متحده ایالاتو د ولسي جرګې دوه غړي په مرکزي آسیا او افغانستان کې د ثبات او امنیت په ټینګښت او همدارنګه له نړیوالې ترهګرۍ سره په مبارزه کې د قزاقستان پر اهمیت ټینګار وکړ. د همدې میاشتې په وروستیو کې د سیاسي چارو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مرستیال، ډیویډ هیل د قزاقستان پلازمینې ته ورسید ترڅو د مرکزي آسیا د پنځو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري. قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان. که څه هم غونډه کې په سیمه کې د ګډ امنیت، اقتصاد او چاپیریال مسلې تر پوښښ لاندې راوستل شول، خو هیل د قزاقستان او متحده ایالاتو تر منځ دوه اړخیزو اړیکو ته نږدې پاملرنه وکړه. په مارچ 2019 کې د ولسمشر نورسلطان نظربایف د ناڅاپي استعفا په پایله کې د دواړو هیوادونو استازو یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د 2018 د جنوري په میاشت کې د نظربایف او متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ شوي سیاسي، امنیتي، سوداګریزې او د پانګونې هوکړې به پخپل ځای پاتي شي. په دې خوځښت سره، هیل او د قزاقستان لومړي وزیر عسکر مامین د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر پراختیا باندې خبرې وکړې. امریکایی شنونکي ټینګار کوي چې ولسمشر توکیوف د متحده ایالاتو سره په نږدې او ګرمو اړیکو کې بدلون نه راولي. د مشرتابه وروستی لیږد د دواړو هیوادونو لپاره دا فرصت چمتو کوي چې لاهم نږدې شي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.