څانګېد سیمې هېوادونه قزاقستان د کروناویروس سره په مبارزه کې د متحده ایالاتو ملګری By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter یونیپث کارکونکی ثبات او امنیت د 2020 د اپریل په میاشت کې د قزاقستان د ولسمشر قاسم – جومارت توکاییف او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ترمنځ د خبرو اصلي موضوعات وو. د سوداګرۍ او امنیتي همکارۍ په اړه د خبرو اترو په ترڅ کې، توکاییف او پومپیو له چین سره د قزاقستان د اوږدې ګډې پولې په پام سره د کوویډ- 19 ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره په ګډ اقدام باندې بحث وکړ. د متحده ایالاتو نړیوال پراختیایي اداره د قزاقستان د روغتیا وزارت، د متحده ایالاتو د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز او د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ په قزاقستان د ناروغۍ سره مبارزه کې د مرستې څرنګوالی په ګوته کړ. د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې په پلان کې د ویروس پر وړاندې د لویې کچې ازموینې لپاره د لابراتوارونه خلاصول، په طبي مرکزونو کې د انتاناتو مخنیوی او کنټرولول، او د وبا د څارنې لپاره د چټک غبرګون ډلې کارول شامل دي. سربیره پردې، د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې 800000 امریکایي ډالر د وبا د مخنیوي د هڅو لپاره قزاقستان ته ځانګړي کړي، او د متحده ایالاتو اردو یاد هېواد سره د ماسکونو، طبي جامو، دستکشو او عینکو مرستې وکړې. قزاقستان په مرکزي آسیا کې د متحده ایالاتو په ستراتیژۍ کې ځانګړی ځای لري. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان او د سیمې نورو هیوادونو سره په امنیت او اقتصادي همکاریو ټینګار کوي چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ له ګواښ سره مخ دي. سرچینې: Inbusiness.kz, Regnum, Ktk.kz, Zakon.kz, یوریشیا ډیلي Facebook Twitter Share
Comments are closed.