قزاقستان د نوي ډرونونو په مرسته د پولو ساتنه کوي
په آستانه کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د 2022 میی کې اعلان وکړ چې قزاقستان د جرمي او تروریستي فعالیتونو لپاره د خپلو پولو د څارنې لپاره په لاس چلول کیدونکي د ریموټ کنټرول بې پرسونل هوایی وسایط (یو.ای.وي) یا بې بیلوټه الوتکې ترلاسه کړي دي.
د “راون” یو.ای.وي سیسټم په ټوله نړۍ کې د وسله وال ځواکونو لخوا په پراخه کچه کارول کیږي. دا چې هره یوه یې 1.9 کیلوګرام وزن لري، د سپک وزن ډرونونه دي، په اسانۍ د کارول کیدو وړ دي او د ټیټې ارتفاع د ورځې او شپې مهال د څارنې او کشف ماموریتونو لپاره مناسب دي.
راون الوتکې په واقعیی مهال کې رنګه او/یا انفراریډ انځورونه د ځمکې کنټرول سټیشنونو او د ریموټ څارنې سټیشنونو ته لیږدوي. د هغه ډرونونو شمیر راپور ندی ورکړل شوی چې د امریکا متحده ایالاتو قزاقستان ته عرضه کړي.
قزاقستان ته د یو.ای.وي عرضه کولو په تعقیب، د امریکا متحده ایالاتو سفارت د نظامي او امنیتي همکارۍ څانګې د دې ډرونونو د چلولو څرنګوالي په اړه د قزاقستان پوله ساتي ګارد روزنه سپانسر کړه. دا روزنه د ملګري هیوادونو د ظرفیت پراختیا پروګرام د 333 برخې په حیث تنظیم شوې وه.
قزاقستان د ترکي ډرون تولیدونکي توساس څخه هم ډرونونه پیرلي دي. په 2022 میی کې لاسلیک شوي د جواز تړون له مخې به قزاقستان اجازه ولري د شرکت ای.این.کی.ای ډرونونه په کور دننه تولید کړي.
دا لومړی ځل ندی چې قزاقستان په کور دننه د نظامي ډرونونو د تولیدولو هڅې کړي دي. تیر کال قزاقستان د قزاق ملي دفاع پوهنتون لخوا جوړ شوي د “شګالا” (سیګل) کشفي الوتکې په لاره واچولې.
دا چې قزاقستان د دغه ډرونونو جولو لپاره خپل تخنیکي مهارت چمتو کوي، حکومت د نظامي ډرونونو د پراخه تولید لپاره چمتو والی ښودلی دی.
Comments are closed.