څانګېد سیمې هېوادونه قرغزستان له اروپایي ټولنې سره اړیکې جوړوي By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی د 2019 په جولای کې د قرغزستان د حکومت په کوربتوب، په بیشکیک کې د مرکزي آسیا پنځه هیوادونه د سیمه ییز ثبات د ښه کولو لپاره له اروپایي اتحادیې سره تاریخي تړون تصویب کړ. د قرغزستان، قزاقستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د مرکزي آسیا په هکله د اروپايي اتحادیې د نوې ستراتیژۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. د ستراتیژۍ هدف نه یوازې اقتصادي او سوداګریزې همکاریو ته وده ورکول دی، بلکې په افغانستان کې د بیان پر آزادي، دیموکراسي، تعلیم او امنیت باندې هم تمرکز کوي. د قرغیزستان او اروپايي ټولنې ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د بشکیک د غونډې مهمه برخه وه. دواړو لوریو یو تاریخي دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ، چې په کال 1999 کې د لاسلیک شوي تیرو تړونونو څخه په کافي اندازه توپیر لري. د هغه وخت د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرې فدریکا موګیریني وویل، “دا تړون ډیر مهم دی. دا به د قرغزستان او اروپایی اتحادیې ترمینځ د ډیری پروژو او مؤثره همکارۍ لپاره یو قانوني اساس وي. او دا زمونږ اصلي هدف دی.” د 2019 په سپټمبر کې اروپايي اتحادیه د خپلې نوې مرکزي آسیا تګلارې یوه برخه وړاندې کړه: اروپایي ټولنه د 4 ملیون یورو مرستې ژمنه وکړه، چې ورسره د رسنيو، مدني سازمانونو او عامه پیښو څخه ملاتړ کیږي ترڅو د مرکزي آسیا اتباعو سره مرسته وکړي چې د تاوتریخوالي څخه ډک مذهبي افراطیت پروړاندې مقاومت وکړي. د اروپايي اتحادیې سره د اړیکو د ژورتیا لپاره د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر چینګز ایډربیکوف وړاندیز وکړ چې د هغه هیواد په 2020 کې د اروپايي اتحادیې او منځني آسیا د لومړی اقتصادي غونډې کوربه توب وکړي. موګریني د دې نظر هرکلی وکړ. Facebook Twitter Share
Comments are closed.