قرغزستان بایومتریګ پاسپورټونه جوړوي
یونیپث کارکونکی
قرغزستان اعلان وکړ چې په کال 2021 کې به په هیواد کې ټول زاړه پاسپورټونه له نوي بایومټریک پاسپورټونو سره بدل کړي، هغه اقدام چې د سیمه ییز امنیت د ښه والي سره مرسته کوي.
قرغزستان د مجرمینو له ستونزو سره مخ شوی چې د مرکزي آسیا سیمې او هاخوا سیمو ته د سفر لپاره په قرغزي پاسپورټونو کې جعلکاری کوي. د قرغزستان د پارلمان په وینا په روسیه کې جرمي ډلو د جعلي قرغزي پاسپورتونو پلور د ګټو په کاروبار بدل کړی.
د معیاري عکسونو او د مالکینو نومونو سربیره بایومیټریک پاسپورتونه ځانګړي کوچنۍ حافظې لري چې د پیژندنې اړونده معلومات ساتي چې د ګوتو نښې پکې شامل دي. نوي بایومټریک پاسپورتونه به 30 امنیتي ځانګړتیاوې ولري، چې د جعلکاری امکان به په کې ډیر ګران وي.
د کال 2020 په می میاشت کې قرغزستان د آلماني شرکت Mllbauer ID Services GmbH سره د قرغزستان اتباعو لپاره د 1.5 ملیون پاسپورټونو د تولید لپاره درې کلن تړون وکړ.
تر هغه چې د پاسپورټ نوی ډول په کال 2021 کې په پراخه کچه خپریږي، قرغیز چارواکي به په هیواد کې د کارولو لپاره بایومیټریک پیژند کارتونه توزیع کړي.
بایومیټریک پاسپورټونه ژمنه کوي چې اتباع په غلطي سره د مجرمینو په توګه ونه پیژندل شي او بهر ته د دوی سفر کولو او ژوند کولو لپاره ډیر فرصتونه برابروي. تر کال 2021 پورې قرغزستان یو له هغه هیوادونو څخه و چې لا يي هم د پخوانیو، لږ پیچلي پاسپورټونو څخه ګټه اخیستله.
سرچینې: Azattyk ،Gezitter ،Eurasianet
Comments are closed.