قبیلوي فکر د ملت جوړونې مخه نیسي
ملي امنیت هغه وخت ښه کېږي چې کله ملي هویت پر قبیلوي تړښت برلاسی شي
تورن جنرال محمد زید محمود ابراهیمپه متحده ایالاتو کې د امریکا پوځي اتشه
کله چې پخوانیو انسانانو د ټولنې جوړولو پر لور حرکت وکړ؛ لومړی یې کورنۍ جوړې کړې، بیا خاندان او بیا قبیلې. ښکاره وه چې فرد اړتیا لري د ځان ساتنې او له ګواښونو څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره له نورو خلکو سره ژوند وکړي؛ له نړۍ بېل او یوازې ژوند نه کېږي.
د یوه خاندان ځواک هغه وخت زیاتېږي چې غړي یې په فردي او جمعي توګه د حتمي ګواښ پر وخت له داسې ډلې سره یو ځای شي چې خوندیتوب او هوساینه پیدا کړي.
همدا قبیلې چې پېړۍ پېړۍ یې په انسان پورې د تړښت مفهوم جوړ کړی، په ډېرو معاصرو بېلګو کې، په حقیقت کې د انسانانو د روغتیا او خوښۍ د پرمخګت مخه نیسي. د دولت-ملت ټولو اوسېدونکو پرمختګ هغه وخت له خنډ سره مخ کېږي چې قبیله پالنه پر ملي تړښت غوره وبلل شي.
د قبیلو مبداوې
د یوې قبیلې غړیتوب په ګڼو عواملو پورې اړه لري؛ لکه پښت او شجره، دین، لهجه، طبقه، مسلک او جغرافیه. یوه قبیله منظلم کوښښ کوي چې د خپلو غړو تر منځ د ودونو په زیاتولو د دوی اړیکې لا پیاوړې کړي؛ په دې توګه قبیلې ته صداقت زیاتېږي او کنټرول یې اسانېږي. له خپلې ډلې بهر واده کولو پر وړاندې دغه نهې د ډېرو قبیلو د جوړېدو سبب شوې؛ دې چارې دوی اړ کړي چې له یو بل سره په لویه کچه نږدېوالی ولري. د انسان د قدرت غوښتلو غریزې په رڼا کې، د قبیلو تکثیر بې پایه شخړې رامنځته کړې دي؛ د شان او شوکت پیدا کولو، ځواک او دولت زیاتولو لپاره د دوی په خپل منځ کې وینې تویې شوي.
د قبیلو تر منځ په ډېر کوچني تحریک شخړې کېږې. د بلې قبیلې له لوري فردي او جمعي برید، د مقابلې قبیلې ټولو غړو ته سپکاوی ګڼل کېږي. په دې توګه د خصومتونو او جګړو سایکل په بې ساري ډول روان وي.
ځکه خو د الهی لارښوونو او سیاسي علومو اصولو نهایي موخه دا ده چې د ټولنې لپاره یو داسې چارچوکاټ جوړ کړي چې افراد د قبیلې له پولو واوړي او له مختلفو ډلو سره یو ځای شي.
قبیله پالنه د مدرنیت مخالفه ده
نن ورځ موږ د عربو په سیمه کې د هغو ډلو په لاس اساسي بدلونونه وینو چې د دولت-ملت مفهوم مخالف دي. موږ همداراز د عربي دولتونو په منځ کې د یو شمېر استبدادي دولتونو شاهدان یو. دا ټکر د هرج او مرج سبب کېږي چې په سیمه کې انقلاب، پاڅونونه او جګړې رامنځته کوي.
دا هر څه د ځینو هغو بدلونونو په څنګ کې پېښېږي چې په ځینو ځوانو دولتونو کې رامنځته شوي او هڅه کوي چې د تابعیت ارزښت له هغه رول سره ګډ کړي چې د دودیزو سازمانونو په واسطه لوبېږي؛ لکه هغه قبیلي چې نظم او ټولنیز یووالی ساتي.
د تابعیت ارزښتونه او قبیلو ارزښتونه باید سره تناقض ونه کړي. په حقیقت کې، ځینې لکه د 18مې پېړۍ بریتانیایی فیلسفوف توماس پېن باور لري چې ډېری ټولنیز سازمانونه چې موږ یې له دولت سره یو ځای کوو، اصلاً په طبعي ډول د انساني تعامل په واسطه وده کوي.
په مشهور کتاب “د نارینه حقوق” کې، پېن لیکي: ” پایښت له دولت مخکې و او که د دولت بڼه له منځه هم تللې وی، پایښت به و. کومه دوه اړخیزه اړتیا او تړښت چې یو انسان یې له بل سره لري… د اړیکو یو لوی ځنځير جوړوي چې دوی له یو بل سره ساتي… ټولنه تقریباً ټوله هغه څه کوي چې دولت ته منسوبېږي”.
په یمن کې له قبیله پالنې ناوړه ګټه اخیستل
که څه هم د دولتونو لپاره یو لوی ګواښ په شخړو کې د قبیلو ګډول دي، چې د رسنیو له لارې د قبیلو غړي پاڅوي. یمن ځان په روانو پېښو کې ځان د ټولنیزو او نورو رسنیو په واسطه د قبیلې پالنې له زیاتوالي سره په تقابل کې ګوري. نور وخت به په داسې شرایطو کې د قبیلو اغېز ډېر کم و. سیاسي نظام او په ټولنه کې ځواکمن کسان قبیله پالنې ته د خپلو ګټو لپاره لمن وهي.
کله چې یمن پوه شو چې د دوی ارام خلک په حقیقت کې 60 میلیونه وسلې لري، چې ځینې به یې دغو شخړو کې وکارول شوې، دا موضوع ورته د خطر زنګ شوه.
د قبیلو راتلونکی
دټولنیز پرمختګ اندازه کول د نسلونو خبره ده، په لنډ وخت کې نه کتل کېږي. ځکه خو اړتیا ده چې دغه ټولنې په ډېر دقت او ژور لید بیا راژوندۍ شي. موږ همداراز باید د پورته یادو شوو ټولنو په ګډون د ټولنو د تحرک د عواملو، لارو چارو او میکانېزمونو له ارزولو مخکې د لوړې کچې مطالعاتو له کولو ډډه وکړو. په دې توګه، موږ قبیلې ته د یوه پیاوړي ټولنیز جز په سترګه ګورو چې د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې شته او خپلو سرچینو ته په کتو وده کوي.
دغه موضوع د قدرت د وېش له مطالعې او د قدرت د هغې پراختیا له موضوع سره ټینګه اړیکه لري چې قبیلې او په ټوله کې خاندانونه ګټه ترې اخلي؛ په ځانګړي ډول کله چې موږ هغې چټکتیا ته ګورو چې قبیلې له دغو شېفټونو سره پکې مخ کېږي.
موږ به پوه شو چې قبیله، د ټولنو د نورو اجزاوو په شان په ټولنه کې له رامنځته کېدونکو بدلونونو اغېزمنه کېږي. دغه اصل بدل شوی او په ټولنه کې د قبیلې کلیشه د هرې ټولنې طبعیت ته په پام په مختلفو لارو متاثره شوې.
په هر صورت، قبیله اي فکر ټولنیز پرمختګ ته مضر دی. هره قبیله خپل نیکونه لري او هر عامل خپل د ملاتړ اساس. دا د دې سبب کېږي چې سیاست ته د خپلې ګټې پر اساس وکتل شي. په داسې شرایطو کې نړۍ په یوه لوی پروجکټور بدلېږي چې د یو فلم بیا بیا تکرار ښیي؛ مګر یوازې د خلکو څېرې پکې بدلون مومي. د پېښو پایله پکې تل ورته وي. د پردې تر شا ځواک له سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي اړخه زموږ پر ژوند اغېز ښندلو ته دوام ورکوي.
دا واضح کوي چې دولتونه د قانون له تفسیر پرته د قبیلو او خاندانونو پر اساس نه جوړېږي. دا د خوښۍ او ښه ژوند اساس دي چې انسانان سره نږدې کوي. دا د تمدن او پرمختګ اصل او د بې عدالتۍ، شاتګ او بېوزلۍ د له منځه وړلو یوازینۍ لار ده. دومره مهم دی لکه اوبه او هوا. دلیل د روښانفکرۍ د تولید سبب کېږي؛ په ځانګړي ډول کله چې د انسان له ځیرکۍ راووځي. ټولنې د بدو عادتونو او ویجاړوونکو دودونو په بندولو سره پرانیستل کېږي.
Comments are closed.