د عراق د تروریزم سره د مبارزې خدمت
د بیلابیلو قومي او نژادي هویتونو لرونکی هیواد چې د لرغوني پیر راهیسې یې پولې د یوه او بل تمدن ترمینځ اوښتي راوښتي، عراق یو څو کلتوري هیواد دی. د عراقي ټولنې لپاره د ویاړ ټکي سربیره چې دا یې د خپل ملي او تاریخي هویت برخه ګرځولې، دا ډول تنوع د مذهبونو د سیالۍ ودې، فرقه ای او سیاسي نظرونو او اډیالوژیو د ودې لپاره هم بډایه چاپیریال وړاندې کولی شي. افراطیان کولی شي لدې د تفرقې او ویش خپرولو لپاره ناوړه ګټه پورته کړي، فرقه ای تنوع د قومي او نژادي ډلو ترمینځ تاوتریخجنو شخړو باندې بدلولو لپاره وکاروي چې ځانونه له یوبل څخه لیرې کوي ترڅو د هیواد د کلتور، بارونو او سیاسي شتمنۍ د یوازیني مالکیت ادعا وکړي.
عراق د فرقه ای او قومي شخړې د تاریخي دورو څخه تیر شوی دی کومې چې د نورو هیوادونو او په اروپا یا عرب او اسلامي نړۍ کې د خلکو له شخړو سره ډیر توپیر نلري څوک چې د مذهبي کتابونو د متضاد روایاتو او لیدلوریو او سیاسي دریځونو په پایله کې د ټولنیزو جګړو وحشت سره مخ شوي دي.
د بعث ګوند د توغ لاندې د صدام حسین داخلي پالیسیو د متنوع خلکو ترمینځ چې عراقي ټولنه ورڅخه جوړه وه، واټن پراخه کړ، هیواد یې په ویشل شوي او تربګنۍ پالونکو ټولنو بدل کړ او پایله یې د یوه متحد ملي هویت له لاسه ورکول و.
بدنیته ګاونډي هیوادونو د صدام رژیم د راپرځیدو وروسته لدې تفرقو ګټه پورته کړه او افراطي ډلو ته یې لاره اواره کړه چې د عراق په خاوره کې ځای ومومي. پداسې حال کې چې پیغامونه او بینرونه مختلف و، په ټول عراق کې د جمعي چیغو راپورته کیدل پیل شو چې موخه یې د داسې ډلو او ګروپونو رامینځته کیدل و چې لنډمهالي ځواکونه یې په عراق کې په نوي رژیم باندې د خپل ایدلوژیکي او سیاسي لیوالتیا تپلو لپاره تنظیم کول. لدې ډلو ترټولو خطرناکه یې القاعده وه، چې په عراقي عیسویانو، یزیدیانو او نورو قومي لږکیو باندې د یو لړ تروریستي بریدونو په لاره اچولو سره یې د عراق د خلکو پروړاندې جګړه اعلان کړې وه، هغوی یوازې خپل پلویان د خپلو تروریستي کړنو څخه استثنا کړي و. دې سره د طبقاتي، فرقي ای او قومي شخړې یو نوی پړاو پیل شو چې د یوه هیواد د خلکو ترمینځ یې د توپیرونو پراخه واټن د توییدونکي وینو سیند باندې اړولو سره عراقي ټولنه د خپل موجودیت بحران ته ورټیل وهله.
د فرقه ای تاریخ دا بڼه د عراق د ټولنیز جوړښت بیارغونې د هرې هڅې د مقیاس او سختۍ څرګندونه کوي. د عراق د تروریزم سره د مبارزې په خدمت (CTS) کې د تاوتریخجن افراطیت سره مبارزې لپاره زموږ ستراتیژیک لیدلوری د “عراق زموږ هویت” دی شعار سره پیل کیږي، کوم چې موږ د تروریزم مشري کونکي افراطیت سره د مبارزې لپاره د پیل ټکي په حیث کاروو.
په 2007 کې د CTS د تآسيس راهيسې، مشرتابه یې د داعش د بیلابیلو رسنیزو مرکزونو د وړتیاو پروړاندې عمل کولو لپاره پروګرامونه جوړ کړي دي. موږ د ناسم ایدولوژیکي معلوماتو مخنیوي، رسوا کولو باندې تمرکز کوو او په ډګر کې له ایدولوژیکي پلوه خپلو دښمنانو سره مبارزه کوو.
موږ د تړلي فرقه ای یا قومي ټولنیزو چاپیریالونو رامینځته کولو پروړاندې اقدامات کوو کوم چې د ناسم ایدولوژیکي او رسنییز پروپاګند او تبلیغ له لارې په اسانۍ کنټرولیږي – ترټولو ډیره اغیزناکه او تاثیر لرونکې وسله چې افراطي ډلې ورڅخه ناوړه ګټه پورته کوي هغه په تړلي ټولنو کې د هلکانو او ځوان نارینه و د ذهنونو کنټرول کول دي.
د CTS مشرتابه د پخواني رژیم د راپرځیدو وروسته د تروریستي سازمانونو په واسطه درول شوي رواني خنډونو ماتولو باندې تمرکز کړی دی، البته د دې په پام کې نیولو سره چې د صدام وروسته د دموکراتیک اوښتون په لړ کې د سیاسي شرایطو له امله د دولت په حیث موږ په ځنډ سره پیل وکړ. نن ورځ، دولتي نهادونه د تیرو کلونو پرتله خپل ټولنیز، اقتصادي، او امنیتي مسؤلیتونو باندې ښه پوهیږي. وروسته CTS ته رواني او رسنییزې وړتیاوې وروپیژندل شوې ترڅو د خنډونو ماتولو او د رواني او ایدولوژیکي تشو وصل کولو لپاره پلانونه پلي کړي. پيلي عملیات په سهیلي نینوا ولایت کې د الجده په کمپ کې د تروریستانو او نورو افراطیانو لخوا د جذب او ناړه کاروونې مختل کولو لپاره د بې ځایه شویو کورنیو سره د پرانیستي ارتباط لپاره په لاره واچول شو.
CTS د نیول شوي تروریستانو د رواني او ایدولوژیکي انګیزو په اړه کومې چې هغوی افراطیت او تاوتریخوالي ته هڅوي، د ګواهي پربنسټ د څیړونکو لخوا ترسره شوي مطالعاتو او استخباراتي تحلیلونو له مخې تاوتریخجن افراطیت سره مبارزه کوي. دا همدارنګه هغه ټولنیز چاپیریالونه هم تحلیل کوي له کوم څخه چې هغوی راپورته شوي. دې معلوماتو سره عراقي وسله وال ځواکونه کولی شي د هغه ټولنو سره ښکیل شي کومې چې مخکې څنډې ته شوي او د اړتیاو، ننګونو او دخیلو خطرونو واضح لید سره اړیکې جوړې کړي. پدې ځای کې د مذهبي، فرقه ای او قومي فرعي هویتونو د کم رنګه کولو پروسه چې د عراق ملي یووالي مخه نیسي، پیل کیدی شي.
د تروریزم سره مبارزې واحدونو لخوا پرمخ وړل کیدونکي فعالیتونو د عراق اکثریت ولایتونه پوښلي دي. کیرکوک – د کلیساګانو، مسجدونو، ښوونځیو او پراخه ټولنیز منظر سره – د “تاسې د عراق زامن یې” په نوم یادیدونکي عملیاتو لپاره د تمرکز یوه مهمه سیمه وه. لدغه ځایه فعالیتونه په شمال کې موصل ته او په سهیل کې ناصریه او سمواه ته د “موږ، د عراق زامن افراطیت ته نه وایو” پیغام سره ولیږدول شو.
د CTS مشرتابه د عراقي عیسویانو لپاره هم په دقت سره پلانونه ترتیب کړل. موږ د عیسوي لمانځنو او رخصتیو پرمهال د غونډو په لاره اچولو سره د هغوی سره لیدنې وکړې او وغږیدو، پدې غونډو کې د CTS مشرتابه، افسرانو او کارمندانو ګډون وکړ چې ډالۍ او د سولې دوه اړخیز پیغامونه یې د ملي یووالي بیاجوړولو د کلک بنسټ په توګه وړاندې کړل او په عراق کې د عیسوي ټولنې څخه زموږ وروڼو او خویندو ته ډاډ ورکړ.
د تروریزم سره د مبارزې عملیات د ژورو او جغرافیه ای ننګونو سره مخ دی: په عراقي ټولنه کې افراطیت د ټولنیز او اقتصادي شرایطو او په ځینو سیمو یا ښارونو کې د افراطیانو د نفوذ وړتیا په پایله کې په بیلابیلو سیمو کې سره توپیر لري. ځینې سیمې افراطي ایدیولوژي سره له اوږدې مودې او په ډیر ژور ډول مخ شوي دي. دا په ځانګړي توګه د داعش د کنټرول لاندې سیمو کې د هغوی لخوا سیستماتیک مغز مینځنې او ذهنیت جوړونې سره مخ شوي ماشومانو او ځوانانو په اړه صدق کوي. د هغوی څخه ډیری یې د خپلو همزولو د سرونو پرې کیدو شاهدان و چې په غلطه او دروغو د تروریستانو لخوا په مرتد کیدو یا په جاسوسۍ تورن شوي و. لدې چې دا ټروما د ماشومانو او ځوانانو ذهنونو باندې اغیزه کوي او نښې پکې پریږدې نو د روانپوهنې مسلکي افراد پراخه بیارغونه وړاندې کوي.
د ملګرو ملتونو او د نړیوال ائتلاف په څیر سازمانونو لخوا ملاتړ د تاوتریخجن افراطیت سره مبارزې لپاره عراق خپلو هڅو ته تکیه ورکړې ده. هغوی د افراطیت پیغامونو او د داعش د رسنیو لخوا خپریدونکي له نفرت ډکو ویناو د نظارت او مخنیوي لپاره سرچینې، تجهیزات او تخصصي روزنه وړاندې کړې. د تروریزم سره کلونه مبارزې وروسته، عراقیانو په ډګر کې او په ډیجیټل فضا کې د داعش ماتولو خپله وړتیا ثابته کړه.
نن ورځ، عراق یو متحد هویت لري چې په ځان کې سني، شعیه، عرب، کرد، مسلمان، عیسوي او یزیدي ټول د یوه دموکراتیک عراق د بیرغ لاندې رانغاړي، په خپل ګډ تاریخ او روښانه راتلونکي ویاړي، او ټول هیواد خپل ګڼي.
Comments are closed.