عمان د انلاین بنسټ پالنې په اړه عامه پوهاوی وړاندې کوي
یونیپث کارکونکی
د ډیجیټل معلوماتو ګواښ د یوه عماني کنفرانس موضوع وه چې د شلو هېوادونو څیړونکو پکې ګډون کړی و.
د 2021 کال په مارچ کې د سلطان قباوس پوهنتون د ټولیزو مخابراتو د څانګې له خوا د مخابراتو دریم نړیوال کنفرانس جوړ شو؛ دغه کنفرانس د ډیجیټل دور د بدلون او د معلوماتي ټېکنالوژۍ د چټک پرمختګ په اړه و.”
د عمان د معلوماتو وزیر، ډاکټر عبدالله بن نصر الحراسي د رسنیزو کمپاینونو پر وړاندې د ځوانونو په ساتلو کې د دغې برخې په اړه د زده کړې ارزښت بیان کړ. ده دا د معلوماتي ټیکنالوژۍ د پرمختګ جانبي زیان یاد کړ.
ډاکټر حراسي وویل:”د عصری ارتباط د رسنیو خرابوالی دا دی چې دوی ډېری وخت د خرابکارۍ لپاره د بسترونو په توګه کارول کیږی-که تخریبی نه وي— پیغامونه، لکه د فرقه یي تبلیغ ټول ډولونه، نفرت پیدا کوونکي روایتونه او بې لارې کولو معلومات. موږ باور لرو چې دا باید د رسنیو پر بنسټ د مسؤلانه زده کړو له لارې رد شي”.
نوموړي که څه هم د کنفرانس غړو ته د ټولنیزو رسنیو د بسترونو له خوا د بې ځایه معلوماتو د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکړ؛ خو د معمولي رسنیو په اړه یې خوشبینی څرګنده کړه چې محبوبیت یې بیرته ترلاسه کړی. د سلطان قبوس پوهنتون ځینې څېړنې ښیي چې په عماني تلویزیونونو کې د حقیقي خپرونو لیدونکي زیات شوي.
سربېره پر دې، ډاکټر عبدالله بن خمیس الکینیدی، چې د کنفرانس په جوړولو کې یې مرسته کړې وه، وویل چې د رسنیو په عصری چاپیریال کې د لاسوهنې موضوع د لا ډېرو څیړنو ضمانت کوي. ده وویل: “د ټولیزو رسنیو د تدریس اړوند ډېری څیړونکي او خواخوږي ګڼې پوښتنې پیدا کوي او لا زیاتو هر اړخیزو څیړنو ته لار برابروي.”
سرچینې: rosaelyoussef.com ،asdaaoman.com، د سایبري امنیت استخبارات
Comments are closed.