عمان حکومتي روڼتیا ترویج کوي
یونیپث کارکونکی
د عمان د 2040 لید ترلاسه کولو او د خپلو خلکو د غوښتنو پوره کولو په پار، د عمان سلطنتي حکومت د ښې حکومتولۍ، قوانینو او مقرراتو ښه کولو، د تفتیش طرزالعملونو بیاکتنې، او د مسلکي حساب ورکولو او روڼتیا لپاره جامع پلان خپل کړی دی.
د دې موخې لپاره د عمان کابینې په 2021 دسمبر کې د عامه فنډونو محافظت او د ګټو د شخړو څخه مخنیوي لپاره قانون اصلاح کړ ترڅو روڼتیا ډیره کړي، د عامه فنډونو محافظت وکړي او د فساد سره مبارزه وکړي.
کله چې دا قانون لومړی ځل په 2011 کې تصویب شو، عمان د مالي فساد، ناسم مدیریت یا د واک څخه ناوړه ګټه اخیستنې په تور ځینې لوړرتبه دولتي کارمندان له دندو ګوښه کړل.
په عامه سیکتور کې د فساد ترټولو مضر اړخ د تروریزم سره د دې مثبت اړیکه ده. نړیوالو مطالعاتو ښودلي دي چې د فساد لوړه سطح په یوه هیواد کې پیدا کیدونکي د تروریستي بریدونو شمیر ډیروي. دا پدیده په ټوله نړۍ کې د افراطیت پروړاندې مهمو محاربوي ډګرونو کې راپورته شوې ده.
په هرصورت، عمان د فساد سره مبارزې هڅو کې د پام وړ پرمختګ تجربه کوي. دې وکولی شو د فساد نړیوال درک شاخص (سي.پي.آی) کې خپل ترټولو ستر پرمختګ لاسته راوړي: له 2012 راهیسې، عمان په سي.پي آی کې اوه درجې وده کړې او د 180 هیوادونو او سیمو له ډلې 49ام مقام ته رسیدلی دی.
د ماهرینو او سوداګریزو خلکو په وینا، د 1995 کال راهیسې د روڼتیا غیرحکومتي نړیوال سازمان په واسطه په کلني ډول خپریدونکی سي.پي.آی هیوادونو او سیمو ته د هغوی عامه سیکتور کې موجود فساد درک شوي سطحو له مخې درجه ورکوي.
سرچینه: alaraby.co.uk، عمان خبري اژانس، د روڼتیا نړیوال سازمان
Comments are closed.