عراقي یزیدیان د داعش قربانیان بیاځل خاورو ته سپاري
یونیپث کارکونکی
په 2017 دسمبر کې د عراق د پخواني لومړي وزیر حیدر العبادي لخوا د داعش پر وړاندې د عراق د بریا اعلانولو سربیره، د دې تروریستي ډلې وحشت او بربریزم د عراق د خلکو په ذهن کې ویرې پریښودو ته دوام ورکوي.
د عراق حکومتي چارواکو، د کردستان سیمې څخه سیاسي څیرو، او د نړیوالو سازمانونو د استازو په موجودیت کې، د عراق یزیدي ټولنې د 2021 دسمبر کې د نینوا ولایت، سنجار ولسوالۍ په کوچو کلي کې کشف شوي جمعي قبر څخه را ایستل شوي 41 قربانیانو یاد تازه کړ.
د عراق د یزیدي ملیتي او مذهبي ډلې امیر، جمهور علي بیک وویل، “نن ورځ د 41 قربانیانو جسدونه په کوچو کلي کې [بیرته] خاورو ته سپارل کیږي.” هغه یادونه وکړه په سنجار ولسوالۍ کې د 90 جمعي قبرونو څخه 20 یې راسپړل شوي دي، چیرې چې داعش یزیدي قربانیان ښخ کړي و.
په کوچو کې د ټولنې مشر، نایف جاسم وویل د جمعي قبرونو څخه د مړو را ایستل د عراق لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یو.این.ای.ایم.آی) د څارنې لاندې ترسره شوي. هغه وویل، د قربانیانو د خپلوانو د ډي.این.ای بیلګې په بغداد کې د عدلي طب څانګې ته لیږل شوې وې ترڅو جسدونه وپیژندل شي.
د کردستان سیمه ییز حکومت کې د یزیدي کردانو استازي، حسین قاسم وویل، “په سنجار کې د جمعي قبرونو رابرسیره کولو پروسه اسانه نده؛ بلکه دا خورا ډیر وخت اخلي او مالي تخصیص ته اړتیا لري.” “د کردستان د شهیدانو چارو وزارت څخه ټیمونه د عراق د فدرالي حکومت سره یوځای د عراق لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت پشمول د نړیوالو سازمانونو په مرسته د قبرونو راسپړلو او د قربانیانو د جسدونو را ایستلو پروسه پرمخ بیایی.”
داعش په موصل کې یزیدي لږکي هدف وګرځول، زرګونه نارینه او ماشومان یې په ډله ییز ډول ووژل او زرګونه ښځې یې د جنسي وینځو په توګه ونیولې.
د لټون ټیمونه لاهم جمعي قبرونه راسپړي. د عراقي چارواکو په وینا، په نینوا ولایت کې، چیرې چې کوچو، سنجار او موصل موقعیت لري، 7,200 خلک، پشمول د شاوخوا 3,000 یزیدیانو ورک دي.
سرچینې: alaraby.co.uk ،eyzidi-documentation.org
Comments are closed.