سعودي ښځې په ویاړ اردو کې شاملیږي
د تاریخ په جوړولو سره، د سعودي ښځینه سرتیرو لومړۍ دوره په 2021 سپتمبر کې د 14 اونیز بوټ کمپ وروسته د سعودي عرب د وسله وال ځواکونو د ښځینه کادر د روزنیز مرکز څخه فارغ شوه.
”د روزنې ورځنی پروګرام د سهار وختي تفتیش سره پیل کیږي، بیا د فټنس روزونکو د نظارت لاندې د فزیکي روزنې دوره پیل کیږي، بیا زده کونکي د سهار ناري لپاره تفریح کوي، او ورپسې ساحوي روزنه پیل کیږي. د ساحوي روزنې وروسته تیوري ټولګي پیل کیږي،” روزونکي مناهل بنت صالح بن حمید وویل.
اردو کې د سعودي ښځو شتون ته د اجازه ورکولو پلان په 2019 کې اعلان شو، که څه هم تر هغه وخت پورې لومړۍ ښځینه سرتیرې د خلکو مخ ته راښکاره شوې نه وې چې د 2021 جولای میاشتې د حج مراسمو پرمهال په مکه کې د ساتونکو په توګه وګومارل شوې.
یوې ښځینه فارغ شوې نظامي وویل، “یو له هغه دلایلو چې زه یې د وسله والو ځواکونو سره یوځای کیدو ته وهڅولم هغه د امنیت احساس کول و کله چې زه نارینه په یونیفارم کې ووینم چې په عامه ځایونو کې د امنیت ټینګښت لپاره ولاړ وي.” “او کله چې بیا ما ته دا فرصت راکړ شو چې زه د امنیت دغه احساس کې ونډه ولرم، نو ما هیڅ وخت ضایع نکړ.”
د فراغت مراسمو پرمهال، د سعودي د وسله والو ځواکونو د روزنې او تلقین ریاست رئیس تورن جنرال عدیل بن محمد البیلوي وینا وکړه چې په خپله وینا کې هغه د ښځینه کادر روزنیز مرکز فعالیت په ګوته کړ.
د سعودي عربستان د 2030 لیدلوري کې د جنډر مساواتو ترویج شامل دی. سعودي پریکړه کونکو امر کړی دی چې د ښځو عصري حقونه د اسلام لخوا تضمین شوي حقونو سره سازګاري لري.
حتی د لا ډیرو هیلو سره، په 2018 کې دې شاهي هیواد د عمومي دارالانشا ریاست، د کورنیو چارو وزارت، او د سعودي عرب 13 څخه اوه سیمو: ریاض، مکه، القاسم، المدینه، اسیر، اش شرقیه او البها کې د ښځو لپاره بستونه پرانیستل. لدغه وخت راهیسې د ښځینه کاري ځواک ګډون وده کړې ده. سرچینې: سي.این.این، الجزیره، رویټرز
Comments are closed.