څانګېد سیمې هېوادونه سعودي ځواکونه د کروناویروس پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ لیکه کې By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter یونیپث کارکونکی په ټوله نړۍ کې د کووید- 19 د خپرېدو پر مهال، په سعودي عربستان کې د وسلوالو ځواکونو روغتیایي خدمتونو ریاست د روغتیا وزارت د ملاتړ لپاره پوځي روغتونونه، ګرځنده روغتیایي ټیمونه، تخصصي مرکزونه، او د ټپیانو د ویستلو الوتکو یوه بیړۍ چمتو کړل. پوځي روغتیایي پرسونل د کووید- 19 ناروغانو، د هغوی د کورنیو او لیدونکو سره د مرستې لپاره د روغتیایي پاملرنو ګڼ شمیر نوښتونه هم پیل کړل ترڅو له ناروغۍ په رغېدو کې چټکتیا رامنځته او د ناروغۍ له خپریدو څخه مخنیوی وکړي. یو نوښت د “ماته بیا ډاډ راکړه” په نوم نوښت وو چې پکې د ویډیو کنفرانس سافټویر څخه کار واخیستل شو ترڅو په روغتون کې بستري شوو ناروغانو ته د مجازی لیدنې اجازه ورکړي او د هغوی کورنیو او ملګرو ته د ناروغۍ له خپریدو مخنیوي وشي. د “رواني ملاتړ” په نوم یو نوښت کې د تیلیفون له لارې په عربي او انګلیسي ژبو د سلامشورو خدمات وړاندې کیږي. بل پروګرام “موږ چمتو یو” له روغتیایي کارکوونکو سره د کروناویروس مبارزې لپاره په رضاکارۍ کې مرسته کړې، پداسې حال کې چې د “ښه اوسئ” نوښت په مرسته په کور کې د بستري ناروغانو ته درمل استول. دغه ریاست د سعودي عربستان شاهي سیمو کې، 24 روغتونونه، 147 کلینیکونه او ګرځنده او ساحوي روغتونونه پرمخ وړي. د ریاست عمومي رییس ډاکټر احمد العمري د لوړ کیفیت لرونکو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول په ریاض کې د مشرتابه د پریکړو له کبله وبلل. ډاکټر احمد وویل، “د جلالتمآب ولیعهد، مرستیال لومړی وزیر او د دفاع وزیر، شهزاده محمد بن سلمان بن عبد العزیز او د هغه مرستیال جلالتمآب شهزاده خالد بن سلمان بن عبد العزیز له سخاوته ډکه پاملرنه او د روغتیایي خدمتونو ریاست ته د هغوی توجه، د روغتیایي خدمتونو د پراختیا لپاره د مشرتابه د لېوالتیا د کچې ښودنه کوي.” سرچينه: د سعودي عربستان خبري آژانس Facebook Twitter Share
Comments are closed.