سعودي عرب یې سټلایټ پروګرام پراخوي
سعودي د 2021 کال په مارچ کې د ځمکې مدار ته دوه نوي سټلایټونه وتوغول او په فضایی تکنالوژۍ کې یې د سیمه ییز مخکښ په توګه خپل رول ته دوام ورکړ.
د ساینس او ټکنالوجۍ لپاره د پاچا عبد العزیز ښار (KACST) د سعودي عربستان له فضایی کمیسیون سره یو ځای، په قزاقستان کې له بایکونور اډې څخه شاهېن سټ او کیوب سټ په نوم سټلایټونه وتوغول.
شاهین سټ، ټوپوګرافیک تصویرونه برابروي او د ځمکې له ټیټ مدار څخه سمندري ټرافیک څاري. د کیوب سټ دنده له ځمکې، سپوږمۍ او فضا څخه د معلوماتو را اخیستل دي.
شاهین سټ تر یوه حده په KACST کې د سعودي د انجنیرانو لخوا مخته تللی و. کیوب سټ بیا د شاه سعود پوهنتون د انجنیرۍ څانګې 130 زده کوونکو جوړ کړی. د کیوب سټ سرچینه په 1999 کال کې د سعودی عربستان او متحده ایالاتو په دوو څیړنیزو مرکزونو، د کالیفورنیا پولیتخنیک دولتي پوهنتون او سټنفورډ پوهنتون پورې اړه لري.
د KACST شر ډاکټر انس بن فریس وویل: “دا لاسته راوړنه د هغه ستر ملاتړ ثمره وه چې د پاچا د څیړنې، پرمختګ، او نوښت برخه یې له پاچا سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان څخه ترلاسه کوي.”
سعودیان فضا ته د ودې په حال کې او یو با اعتباره صنعت په سترګه ګوري چې د سیمې د یوه شتمن هېواد په توګه د هېواد حیثیت ته ګټه رسوي. سعودي په تېرو شلو کلونو کې فضا ته 17 سپوږمکۍ استولي؛ دا دعربي نړۍ د هېوادونو ترمنځ تر ټولو ډیر دي.
د سعودي د فضایی مرکز عمومی رییس، ډاکټر عبدالعزیز بن محمد الشیخ وویل:”فضایي سکتور د دوامداره ودې له کبله په پام کې نیول شوی دی چې دا د ټولو پرمختللو هېوادونو لپاره یو راتلونکی اقتصادي او سټراټیژیک ځای جوړوی”.
د 2019 کال په فبرورۍ کې سعودي د مخابراتو لومړنی سپوږمکۍ KA د فرانسې په ګیانا کې له یوې اډې څخه وتوغوله. په 2014 کې KACST په فضا کې د LED ټیکنالوژۍ په کارولو سره د سعودي سټ-4 نوې تجربه وکړه. دا کار یې د امریکا د ملی ایرنوټیکس او فضایی ادارې او سټنفورډ پوهنتون په همکارۍ ترسره کړ.
سرچينې: سعودي پرس اژانس، العربیة ټکی نېټ، عرب نیوز
Comments are closed.