سعودي عربستان خپلو سمندري ځواکونو ته ارتقا ورکوي
یونیپث کارکونکی
د سعودي عربستان د شاهي سمندري ځواکونو قومندان ډګر جنرال فهد بن عبدالله الغفیلی په هغه مراسمو کې ګدون کړي و، چې په کې د جلالتماب الدریا کښتۍ د اطلس سمندر اوبو کې واچول شوه.
الدریه د پنځه سمندري کښتیو څخه دوهمه ده چې د هسپانوي کښتۍ جوړونکي ناوانټیا شرکت لخوا د سعودي د سمندري پرمختیايي پروژې ساراوات د یوې برخې په توګه جوړه شوې. نوموړې کښتۍ 99 متره اوږده ده، د 2470 ټنه توکو لپاره او تر 111 سمندري سرتیرو لپاره ځای لري.
الغفیلي یادونه وکړه چې د ساراوات پروژه به د سعودي د شاهي سمندري ځواکونو محاربوي ظرفیتونه لوړ کړي او په سیمه کې به سمندري امنیت ښه شي. نوموړې کښتۍ به زیاتره د څار لپاره وکارول شي، ترڅو په سطحې جنګ، سمندري محافظت، د استخباراتو په راټولولو، د لټون او ژغورنې په ماموریتونو او د قاچاق په مخنیوي کې مرسته وکړي.
ناوانټیا د کال 2020 په جولای میاشت کې د الجوبیل په نوم د پنځو جنګي کښتیو څخه لومړۍ کیښتۍ بشپړ کړه. دا کار یې د سعودي عربستان د پوځي صنعت له شرکت سره په ګډه وکړ. په تړون کې د 11 سعودي انجنیرانو برخه اخیستل شامل دي، چې د کورني دفاعي صنعت د ودې لپاره د ریاض د پلان یوه برخه ده.
که څه هم نانټیا به د هسپانیا په پورټو ریال کې د 1.8 ملیارد یورو قرارداد ډیری برخه بشپړه کړي، وروستی کښتۍ به د کال 2024 تر پایه پورې د تحویلي نیټې سره سم په سعودي عربستان کې بسته بندي شي.
د سعودي عربستان شاهي سمندري ځواک د هیواد د 1600 میله ساحلي سیمې د دفاع دنده په غاړه لري. د هغي شرقي ډله عربي خلیج او د بیړیو لودیځه ډله سور سمندر پوښي.
سرچینې: الوطن، د سعودي خبري آژانس (SPA)
Comments are closed.