رسیدنه په قرغیزستان کې د بهرني جنګلیالیو ستونزې ته
قرغزستان د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر له مرستې څخه برخمن شوی، ترڅو د پخوانیو بهرني جنګیالیو په بیرته راګرځولو کې توازن رامینځته کړي او دا ډاډ ترلاسه کړي ترڅو ترهګر یوځل بیا د قرغزستان امنیت زیانمن نه کړي.
د قرغزستان عدلیې وزیر مارات جمانکولوف او د ملګرو ملتونو استازي د کال 2020 په جون میاشت کې سره خبرې وکړې، تر څو په ګوته کړي چې دا هیواد څرنګه کولی شي د شخړو له ځایونو څخه راستنیدونکي وسله وال بیا په ټولنه کې ځای په ځای کړي. جامنکولوف د بیرته ستنیدنې پلان د پلي کولو طرحه د هیواد دار التادیب خدماتو او عدلیې وزارت ته سپارلي ده.
دې ناستې ته په وینا کې، جمنکولوف هیله څرګنده کړه چې قرغیزستان به داسې یو سیستم رامینځته کړي چې په مشروطه دوره کې د افسرانو څارنه د ټولګټو کارکوونکو په مرسته د بیارغونې پروسې سره یوځای شي. که څه هم د راستنیدونکو پر بیارغونه ډیر تمرکز شوی، قرغیزستان همداراز د هغو اوسیدونکو لپاره د زندان مودې د غځولو په اړه غور کوي چې په بهرني جنګونو کې د تروریستانو په توګه روزل شوي دي.
د 2020 کال د فبروري میاشت کې د قرغزستان د ملي امنیت دولتي کمیټې یو قانون وړاندې کړ چې د داسې جنګیالیو لپاره د زندان وخت له اوسني 2-5 کلونو څخه 5-7 کلونو ته لوړ کړي. د داخلي احصایو له مخې له قرغزستان څخه شاوخوا 850 کسان په سوریه او عراق کې جنګي سیمو ته تللي دي، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
سرچینې: Vesti.kg, آکا رسنۍ, د مرکزي آسیا خبرونه
Comments are closed.