څانګېد سیمې هېوادونه د یمن اوربند د سولې لپاره هیلې راټوکولي By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter یونیپث کارکونکی د 2020 په مارچ کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي غوښتنې په ځواب کې چې پر کوویډ- 19 د پام وراړولو لپاره یې د اوربند غوښتنه کړې وه، د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارتین ګریفیتس په یمن کې د جګړې ښکیلو خواوو سره جلا خبرې اترې ترسره کړې. په یمن کې د مشروعیت د بیا پرځای کولو لپاره د سعودي په مشرۍ عرب ایتلاف د ملګرو ملتونو غوښتنې ته ځواب ووایه او د 2020 د اپریل په پیل کې یې په یمن کې یواړخیز اوربند اعلان کړ. دغه فرصت یمن ته اجازه ورکړه چې له کوویډ- 19 سره د مبارزې لپاره خپلې شتمني سره یوځای کړي او په یمن کې د شخړې پای ته رسولو لپاره له حوثي یاغیانو سره خبرو ته چمتو شي. یوه سعودي چارواکي اعلان وکړ چې د دوو اوونیو اوربند “ممکن د حوثي یاغیانو د مثبت ځواب په پایله کې وغځول شي،” خو ټینګار یې وکړ چې ایتلاف حق لري چې د برید په صورت کې له ځانه دفاع وکړي. د ایتلاف ویاند برید جنرال ترکي المالکي وویل چې اوربند د تلپاتې سولې لپاره یوه کړکۍ پرانيزي او زیاته یې کړه چې د اوربند هدف “د یمن د مشروع حکومت، حوثیانو او د ایتلاف د یوې پوځي ډلې ترمنځ د ملګرو ملتونو د استازي په منځګړيتوب د غونډې لپاره شرایط رامینځته کول دي.” د روغتیا نړیوال سازمان ویره څرګنده کړه چې ویروس به له کلونو راهیسې د دوامداره شخړو له کبله ویجاړ شوي یمن کې په خپرېدو شي. د طبي آسانتیاوو، د څښاک پاکو اوبو او مناسبې حفظ الصحې نشتوالی د ناروغۍ خطرات زیاتوي. په یمن کې کورنۍ جګړه په 2014 کې هغه مهال پیل شوه چې د ایران په ملاتړ حوثي یاغیانو چې د نوي حکومت غوښتنه یې کوله د یمن پلازمینه صنعا یې ونیوله. د 2015 په مارچ کې، د سعودي په مشرۍ د عرب خلیج هیوادونو ایتلاف د یمن د مشروع حکومت د بیرته پرځای کولو لپاره د حوثي یاغیانو پرضد د هوایی بریدونو کمپاین پیل کړ. د پنځه کالو جګړې په ترڅ کې د مړو شمېر اټکل 100000 ته رسیدلی. سرچینې: د بهرني اړیکو شورا، سي ان ان Facebook Twitter Share
Comments are closed.