د کویټ لپاره وینه ډالۍ کول
یونیپث کارکونکی
د “زما وینه د کویټ لپاره ده” تر نوم لاندې د کویټ اردو په 2022 جنوري کې د اخلاقي لارښود او عامه اړیکو ریاست قرارګاه کې د وینې ډالۍ کولو لپاره د خپلو اړوندو افرادو د هڅولو پنځه ورځنی کمپاین په لاره اچولی و.
دا کمپاین د کویټ د وینې بانک سره همغږی شوی و چې په جریان کې د کویټ اردو لوی شمیر افسرانو او سرتیرو د وینې بانک ستراتیژیک عرضه ډیرولو او په ندرت سره د پیدا کیدونکې وینې ډولونو د تشې ډکولو لپاره وینه ډالۍ کړه.
د وینې بانک د کمپاین لپاره لازمي طبي تجهیزات برابر کړل، او هره ورځ د 200 څخه ډیر وینه ورکونکي د مبارکیا کمپس کې د وینې ورکولو لپاره سره راټولیدل.
محمد الهیریز، د وینې بانک کې د عامه اړیکو افسر یادونه کړې: “د وینې بانک په درنښت سره هرې ډلې ته هرکلی وایی، هغه که حکومتي وي یا شخصي، چې غړي یې غواړي وینه ډالۍ کړي ترڅو د بانک د وینې زیرمه ډیره شي، او دفاع وزارت موږ سره د دې کمپاین لپاره همغږي وکړله چې هره ورځ پنځه څخه شپږ ساعتونو پورې، شاوخوا پنځه ورځې یې دوام درلود.”
د دې د دفاعي دندو سربیره، د کویټ اردو د بشردوستانه دود لپاره مشهور ده چې د وسله والو جګړو او طبیعي ناورینونو څخه اغیزمن شوي خلکو ته د خوړو، درملو او نورو لازمي توکو ډالۍ کولو لپاره د کویټ څخه دباندې ته غزیږي. د کویټ د سخاوت څخه برخمن شوي هیوادونو کې افغانستان، لبنان، سوډان، سوریه او یمن شامل دي.
په 2021 اګست کې د طالبانو لاس ته افغان حکومت لویدلو وروسته د ایستلو نړیوالو هڅو ته اسانتیا برابرولو کې کویټ د کویټ ښار په سهیل کې په عارف جان کمپ کې 5,000 افغانانو ته لنډمهاله پناه ځای برابر کړ.
سرچینې: کویټ خبري اژانس، یوټیوب
Comments are closed.