د کویټ امنیتي ځواکونو ترهګریز بریدونه شنډ کړل
یونیپث کارکونکی
د کویټ امنیتی ځواکونو د نوي کال د مراسمو لپاره پلان شوي لوی تروریستي برید شنډ کړ چې د عبادت ځایونه او سوداګریز مرکزونه یې په نښه کوله.
چارواکو د داعش یو عراقي ګمارونکی وپیژندو او په قضیه کې یې د کویت له اصلي شکمن سره د هغه اړیکه کشف کړه: د کویت د پارلمان د پخواني غړي 16 کلن زوی چې پنځه نور کوچنیان یې استخدام کړي وو.
تحقیق کونکي وویل چې داعش ورو ورو د دوه میاشتو په موده کې د ټولنیزو رسنیو له لارې نوموړي ځوانان سختدریځه کړل. ګمارونکي د هلک سره د پیسو او مهماتو ژمنه کړي وه چې په کویټ کې برید ترسره کړي.
که برید بریالی شوی وای، نو داعش به د برید عاملین عراق ته قاچاق کول.
کله چې استخدام کونکی داعش ته د بریدکوونکو وفاداري ترلاسه کړه، نو هغه ته يي لارښوونه وکړه چې د داعش بیرغ د کثافاتو په کڅوړه کې راوباسي او په خپله کوټه کې یې وځړوي. هغه د حوالې له لارې هغه ته پیسې ولیږلې ترڅو د مهماتو لګښت پوره کړي.
د تحقیقاتو پر بنسټ شکمن کس ته ویل شوي و، چې د عامه ځایونو او دولتي تاسیساتو په نښه کولو لپاره خپل شپږ کسيزه ډله رهبري کړي، چې د اردیا جومات یې مشخص کړي و چې پکې د بوهرا اسلامي فرقې پیروان په کې عبادت کوي. پر عبادت کونکو د درې کلاشنکوفونو سره ډزې کیدلي چې د متهم په ملکیت کې موندل شوي.
د تروریستي کړۍ نیول شوي غړو اعتراف کړی چې اصلي شکمن دوی د آنلاین ویډیو ګیمو له لارې ګمارلي.
دغه توطئه د کویټیانو لپاره بدې خاطرې راژوندۍ کړي: د کال 2015 په جون میاشت کې د کویټ پلازمېنې السوابیر په ولسوالۍ د امام الصادق جومات کې یو ځانمرګي برید کوونکی خپل واسکټ ته چاودنه ورکړه، چې په پایله کې 27 تنه ووژل شول او 227 نور ټپیان شول. د کال 2016 په جون میاشت کې کویټ د داعش غړي ونیول، ځینې یې کویتیان، چې د حوالي په ولایت کې د شیعه ګانو د یو جومات د ویجاړولو پلان درلود.
د سیاسي چارو کارپوه، ډاکټر عیید المنا وویل: “د امنیتی خدماتو پوهاوی او د دوی لخوا د مرستو تعقیب چې ځینې مشخصو هیوادونو ته ځي د دې ډول بریدونو په مخنیوی کې مرسته وکړه.” “امنیتي خدماتو وکولی شول هغه ډلې وپیژني چې د نوي کال په رخصتیو کې پر عبادت ځایونو، کلیساګانو او مختلفو مذهبونو پر پیروانو په شمول د اسلامي فرقې پر پیروانو د ترهګریزو بریدونو پلان درلود.” سرچینې: Alarab.co.uk ،alkhaleejonline.net
Comments are closed.