د کووېډ- 19 له وېرې پرته، قطر د امنیت د لا خوندي کولو هڅه کوي
یونیپث کارکونکی
د 2022 کال د فوټبال نړیوال جام د کوربه توب د چمتووالی په موخه، دغه هیواد د فوټبال یو مقدماتي نړیوال ټوورنمېنټ چې د 2021 کال په فېروري کې په دوو لوبغالو کې و، په بریالیتوب اداره کړ.
د فوټبال شپږو نړیوالو ټیمونو د 2020 کال فیفا کلبونو د کپ سیالۍ په قطر کې وکړې: د قطر الدوهیل کلب، د مصر الاهلي کلب، د جرمني بایرن مونیخ کلب، د برازیل سوسیېداد اسپورتیوا پالمیراس کلب، د مکسیکو ټایګرز یونیوسیداد اوتونوما دی نیوو لئون کلب او د سویلي کوریا اولسان هیوندای کلب.
تعلیم ښار لوبغالی چې په 2020 کې پرانیستل شو او احمد بن علي لوبغالی و چې دغه ټورنمېنټ پکې وشو. بایرن مونیخ د Tigres UANL لوبډلې په ماتولو کپ وګاټه.
که څه هم د قطر امنیتی ادارو د زیات ګډون تمه نه درلوده، خو دوی داسې چمتو والی درلود چې لسګونه زره مینه والو خپلې لوبډلې څارلې او له دې پیښې څخه په ګټې اخستو سره د 2022 کال نړیوال جام لپاره تیاروالی وازمویل شو. تر کلبونو ترمنځ نړیوال جام د 2020 کال په ډسمبر کې تنظیمېده، خو کووېډ- 19 وځنډاوه.
قطر د ګڼې ګوڼې مدیریت، د لویو پیښو غبرګون او چلند د مهارتونو معلومولو په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو کوربه و. قطر د بهرنیو همکارانو له تخصص څخه مرسته اخیستې. مثلاً د امریکا مرکزي قوماندې د 2021 کال په پسرلي کې په دوحه کې د 21 نه ماتېدونکي ساتونکي تمرینونو پر مهال د لوبغالو د ساتنې سناریو جوړه کړه.
د تمرینونو یوه ناظر، تورن عبدالرحمن حماد السویدی وویل:”کرونا ویروس ډیرې ننګونې رامنځته کړې دي؛ خو موږ وکولای شو چې د د ټکنالوژۍ د ښه کارولو له لارې د لرې واټن زده کړې بستر فعال کړو ترڅو له ټولو کار اموزانو سره په تماس کې وو چې د 2022 کال فیفا نړیوال جام امنیت ساتل خوندي کړو” .
سرچینې: فیفا، الریة
Comments are closed.