د پاکستان پوځ د افغان سولې له خبرو څخه ملاتړ کوي
یونیپث کارکونکی
د پاکستان ترټولو لوړ پوړي پوځي قوماندان د کال 2020 په جون میاشت کې کابل ته د سفر پرمهال د افغانستان د سولې له پروسې څخه ملاتړ وکړ. د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاوید باجوه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سیاسي حل لارې پر اړتیا بحث وکړ. هغه همدا راز په پاکستان کې د سلګونو زرو افغان مهاجرینو د بیرته ستنیدو لپاره د یوې هوکړې په لټه کې و.
کابل ته په سفر کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، د متحده ایالاتو د پوځي جنرال جان نیکولسن او د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله سره وکتل.
جنرال باجوه افغان مشرانو ته “د سولې وروستي نوښتونو” په اړه مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې “دا ګامونه لاهم دوامداره شي چې په پای کې د تلپاتې سولې لامل شي.” د پاکستان پوخ وویل. دغه جنرال همداراز هیله څرګنده کړه چې متحده ایالاتو او ناټو ځواکونه باید بریالي شي او یو سوله ایز او با ثباته افغانستان ترشا پرېږدي.”
باجوه په اسلام اباد کې د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره له کتنې وروسته افغانستان ته خپل سفر اعلان کړ. خلیلزاد په قطر کې د طالب استازو سره د خبرو په ترسره کولو سره د کال 2020 په فبروري میاشت کې د سولې تړون لاسلیک کړ.
د سولې پروسې راتلونکی پړاو د افغان حکومت او طالب مرکچیانو تر منځ مستقیمې خبرې اترې دي. کابل د ښې ارادې په توګه د کال 2020 په پسرلي او دوبي کې په زرهاو طالب بندیان خوشې کړل. پاکستان د تورخم او چمن پولې د بیا پرانیستو اعلان وکړ ترڅو د دواړو هیوادونو ترمینځ سوداګري آسانه کړي.
د پاکستان د پوځ پخواني ویاند بريد جنرال اصف غفور یادونه وکړه چې په افغانستان کې د پوځي شخړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرې لازمي دي. د افغان سرتیرو او پیلوټانو مخ پر ودې اغیزمنتوب د هیواد د نیولو لپاره د طالبانو هڅې شنډې کړي دي.
غفور وویل: “افغان طالبان نشي کولی کابل په پوځي ځواک فتح کړي، خو هیڅ ځواک هم نشي کولی چې دوی په بشپړ ډول له مینځه ویسي او افغانستان ته سوله راولي.” “له دې امله د یوې سیاسي پخلاینې د ترلاسه کولو لپاره باید یو منځګړې لاره پیدا شي چې ټولو خواو ته د منلو وړ وي.”
د متحده ایالاتو د ملي امنیت په شورا کې د سویلي او مرکزي آسیا لپاره ورپسي لوی رئيسه ليزا کورټس پاکستانیان وهڅول چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمولو کې ستر رول ولوبوي. پاکستان پخپله له دغه شخړې څخه کړېدلی دی او ترهګر په دې تورنوي چې د افغانستان له سرحدي سیمو څخه پر پاکستان بریدونه کوي.
کارټیس وویل: “موږ د سولې پروسې د اسانولو لپاره د پاکستان څخه د مرستې غوښتنه کړې، او موږ د پاکستان اصلي امنیتي اندیښنې درک کړې او ډاډ ترلاسه کوو چې د سولې په هر ډول پروسې کې د هغې ګټې په پام کې ونیول شي.”
سرچینې: د امریکا غږ، هلال، ګندرا
Comments are closed.