د منځنۍ آسیا په اجنډا کې اقتصادي امنیت
دتاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ولسمشرانو په منځنۍ آسیا کې د اړیکو د ښه کولو لپاره خپله لومړۍ درې اړخیزه غونډه په اګست 2023 کې په عشق آباد کې ترسره کړه.
د دغو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ اصلي ساحې انرژي، ټرانسپورټ او کرهنه ده، هغه مسلې چې د شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ دمخه په مسکو کې پرېکړه کونکو ته پرېښودل شوې وې.
درې واړو هېوادونو د اورګاډي پټلۍ او سړکونو په جوړولو کې نږدې همکاري تعقیب کړې ترڅو خپل اقتصادونه سره یوځای کړي. ترکمنستان او ازبکستان د سیندونو څخه ترلاسه شوو اوبو او هایډرو برېښنا کارولو ته ځانګړې پاملرنه کړې چې د یو څخه له ډېرو هېوادونو تیریږي.
د سرمشریزې په ترڅ کې ترکمنستان له تاجکستان او ازبکستان سره د طبیعي ګازو په برخه کې د ستراتیژیکو همکاریو وړاندیز وکړ.
”ترکمنستان د طبیعي ګازو لویې زیرمې لري. د ګازو د صادراتو تنوع او د ګازو د تولیدونکو، ترانزیتي هېوادونو او د انرژۍ د مصرف کوونکو د ګټو توازن زمونږ لپاره د انرژۍ د نړیوالو پروژو د پلي کولو په وخت کې مهم دي. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف وویل، د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان تر منځ د ګازو ستراتیژیکه ملګرتیا د دغو ګټو لپاره مهمه ده.
د تاجکستان او ازبکستان مشرانو د ترکمنستان د دې وړاندیز هرکلی وکړ د دې په پام کې نیولو سره چې دواړه هېوادونه په وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه په ژمي کې د انرژۍ له کمښت سره مخ دي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پدې کتنه کې وویل: ”د اوبو برېښنا په پام کې نیولو سره، تاجکستان د پاکې انرژۍ د تولید پر پراختیا متمرکز دی او چمتو دی چې پدې برخه کې د سیمې له هېوادونو سره فعاله همکاري وساتي.“
هغه دغه راز د ترانسپورت په برخه کې د درې واړو هېوادونو له امکاناتو څخه د اغېزمنې استفادې او له تاجکستان څخه تېرېدونکو د نړيوال سوداګريز او ترانزيټي دهلېزونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
له سرمشریزې وروسته درې واړو ولسمشرانو د سیاست، سوداګرۍ، اقتصاد، کلتور او بشري حقونو په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره چمتووالی څرګند کړ. دوی د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو او سیمه ییزو پلیټ فارمونو په چوکاټ کې دننه د درې اړخیزو اړیکو پیاوړي کولو په ارزښت ټینګار وکړ.
سرچینې: Turkmenistan.gov، رادیو آزادي، بولشه عزیا
Comments are closed.