د منځني ختیځ استخباراتي افسران په آنلاین کنفرانس کې برخه اخلي
ډګرمن ډګروال کوینټین مکارت، مرستیال مشر، د استخباراتي ملاتړ فرقه، درېیمه اردو/ د متحده ایالاتو مرکزي پوځ قومانداني
د کوویډ- 19 ناروغۍ له امله په فزیکي توګه د راټولیدو د امکان د نشتون له کبله، د بحرین، اردن، کویټ، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او متحده ایالاتو استخباراتي افسران د 2020 په اکتوبر کې د ځمکني ځواک په مجازي استخباراتي کنفرانس کې سره یوځای شول.
د دغه درې ساعته آنلاین کنفرانس کوربتوب د ډګروال جان چو لخوا کیده، چې د متحده ایالاتو د مرکزي پوځ/ د دریمې اردو د استخباراتي مشر په توګه دنده ترسره کوي. کنفرانس کې نورو برخه اخیستونکو، لکه آسټرالیا، کاناډا، فرانسې، نیوزیلینډ او انګلستان هم ګډون وکړ.
د کورونا ویروس وبا د 2020 په مارچ کې د درېمې اردو د سیمهییزو پلو ځواکونو کلني استخباراتي سمپوزیم د لغوه کیدو لامل شو. د دې پرځای چې یو کال له سلامشورې پرته تېر شي، له 60 ډېرو څو ملیته استخباراتي افسرانو یو مجازی کنفرانس ترسره کړ.
ډګروال چو وویل، “د متحده ایالاتو د مرکزي پوځ ځواک تل په سیمه کې د ملګرتیاوو قوت او ځواک دی. اړیکې مهمې دي، او کوویډ- 19 باید د دغو اړیکو د خوندیتوب په لار کې خنډ ونه ګرځي.”
دغه ویروس د سمپوزیم ګډون کوونکو خبرې اترې تر اغېز لاندې راوستې. د عملیاتو لپاره د متحده ایالاتو د مرکزي پوځ مرستیال قوماندان، آسټرالیایی تورن جنرال کریس فیلډ د پرانستونکو څرګندونو نه وروسته، برخه اخیستونکو په دې بحث وکړ چې استخباراتي سازمانونه څنګه کولای شي د کوویډ- 19 پر وړاندې د هغوی په ستراتیژیو کې رول ولوبوي. د امریکا متحده ایالتونو د پوځ متقاعد ډګر جنرال ټیري والف په ګډون چې د ستراتیژیکو مطالعاتو لپاره د نږدې ختیځ سویلي اسیا مرکز مشري هم کوي، د ملي دفاعي پوهنتون د استادانو لخوا د ګډ پریزنټیشن وړاندې کول د کنفرانس یوه مهمه برخه وه.
پداسې حال کې چې د کوویډ- 19 پر وړاندې مبارزه په ټول منځني ختیځ کې د ځمکنیو ځواکونو سرچینې مصرف کړي، د دې نړیوالې ناروغۍ تر څنګ سیمهییز ګواښونه لاهم پرځای پاتې دي. د پوځي استخباراتو متخصصین له دغو ګواښونو سره چې ګډې اندیښنې راپاروي د مبارزې لپاره د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
د مجازی کنفرانس په ترڅ کې د متحده ایالاتو مرکزي پوځ په سعودي عربستان کې د ملي ګارد وزارت (MNG) سره نوې اړیکې رامنځته کړې.
د سعودي عربستان د ملي ګارد د استخباراتو مرستیال برید جنرال مجید ال اوسیمي وویل، “دغه استخباراتي کنفرانس د مالوماتو شریکولو او اړیکو ساتلو لپاره یو ښه فرصت وو. موږ په ملي ګارد کې د دغو اړیکو دوام او راتلونکو کنفرانسونو ته سترګې په لار یو.”
د سیمهییز ځمکني ځواک د استخباراتو راتلونکی سمپوزیم د 2021 په مارچ کې ټاکل شوی دی، خو د متحده ایالاتو مرکزي پوځ په پام کې لري چې دا پیښه د 2021 په مني کې د بل مجازی سمپوزیم په ترسره کولو پیاوړی کړي.
Comments are closed.