د ملکې ماموریتونو بشپړول
د لبنان پوځي قطعې د کرونا ویروس خپریدو د مخنیوی او د مدني ناکراریو د محدودولو لپاره لاس پکار شوي دي
د لبنان د وسله والو ځواکونو د لارښوونې ریاست
د لبنان وسله وال ځواکونه (LAF) د خپلو دندو د سرته رسولو پرمهال د “عزت، قربانۍ او وفاداري” شعار باندې تکیه کوي: ملت ته د خدمت او دفاع ویاړ، پداسې حال کې چې نه ختمیدونکې قربانۍ ورکوي او مطلق وفاداري څرګندوي.
کله چې په کال 1991 کې د لبنان وسلوالو ځواکونو LAF ته دنده وسپارل شوه چې د لبنان داخلي امنیت ځواکونو سره د لبنان په قلمرو کې د سولې او ثبات په ساتلو کې مرسته وکړي، نو پوځ د ملي ثبات لپاره د ملاتیر پڅیر جوړ شو، او په خپله یې د دولتي ادارو د محافظت دنده په غاړه واخیسته، ترڅو هیواد بیرته جګ شي او د جګړې تاثیرات له مینځه یوسي.
په موازي ډول، پوځ د سمې مدني زده کړې د اصولو پر بنسټ او د فرقه ای او سیاسي لانجو څخه په مخنیوي سره د خپلو وړتیاو په لوړولو کې یو ثابته او پخه لاره تعقیب کړه. دا د یوې اوږدې او دوامداره لارې پواسطه د روڼتیا او وړتیا ارزښتونه پلي کوي چې تر نن ورځې پورې دوام لري، ترڅو د اړتیا وړ وسلې او تجهیزاتو سره پوځي قطعې سمبال کړي. سربیره پردې، سرتیري د دوامداره روزنې له پروګرامونو څخه ګټه پورته کوي چې دوی ته وړتیا ورکوي ترڅو په ټولو شرایطو کې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپلې دندې ترسره کړي. د تروریزم سره مبارزه د لبنان وسلوالو ځواکونو LAF ته اجازه ورکړه چې غیر معمولي لاسته راوړنې ولري. د مسلکي کړنو له امله پوځ د دې جوګه شو چې په ملګرو هیوادونو کې د نورو وسله والو ځواکونو او امنیتی ادارو لپاره یو باوري او اغیزمن ملګری جوړ شي.
د لبنان وسلوال ځواکونه LAF د لبنان له خلکو سره په ټولنیزو او پرمختیایی پروژو کې له هیڅ ډول مرستې څخه سپما نه ده کړې، او لوی مسؤلیتونه ورته سپارل شوي دي، په عام ډول د مرستې او ژغورنې کار، د خلکو سره مرسته، د اور وژنې او د واورې طوفانونو پرمهال د سړکونو خلاصول. سربیره پردې، د لبنان وسلوال ځواکونه LAF د وزارتونو لکه د کلتور وزارت او د کرنې وزارت سره په همکارۍ له ډیرو پراختیایی پروژو سره مرسته کړې، او د لرغونو سیمو د پاکولو، د ونو په کښینولو، له ساحل څخه د فاضله شیانو د لرې کولو او د بزګرانو په ځمکو کې د چورلکو پواسطه د حشراتو ضد درمل د شيندلو په کمپاینونو کې برخه اخلي.
دې هڅو ته د دوام ورکولو او همغږي کولو لپاره د لبنان د وسلوالو ځواکونو LAF د غوښتنې پراساس، د ملکي-پوځي همکاریو ریاست رامینځته شو او د مرستې کڅوړو د ویشلو دنده یې په غاړه درلوده، چې پکې د خواړو پارسلونه، د ښوونځي بکسونه، درسي کتابونه، جامې او کمپلې شاملې وې. نوموړی ریاست همداراز پر ځیني پروژو لکه د ښوونځیو پر بیا رغونه، د سړکونو پر روښانولو، د سپورټي میدانونو پر جوړولو او د څاګانو پر کیندلو تمرکز کړی. سربیره پردې، د لبنان وسلوال ځواکونه LAF په بیلابیلو کلتوري او تعلیمي برخو کې د کورسونو وړاندې کولو ته دوام ورکړی. په دې کې د سواد د زدکړې کمپاینونه، د ګنډلو، ګلدوزۍ، ترکاڼي او نورو مسلکونو روزنې شامل و، چې د مدني ټولنې سازمانونو او ځایی او نړیوالو فعالینو په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې سره په همکارۍ کې ترسره شو.
د دې پروژې عمده هدف د خلکو د ژوند او ښوونې او روزنې شرایط ښه کول او د دوی د کړاونو کمول او د مسلکي مهارتونو ښه کول دي، ترڅو دوی وکولی شي د خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.
د دې مطلب د لیکلو په وخت کې، د لبنان وسله والو ځواکونو (LAF) د بیروت بندر د چاودنې په وخت کې د مرستې غوښتنې پر مهال یوځل بیا سم او مسلکي ځواب ورکړ. پداسې حال کې چې د هغه ناورین په اړه چې کال 2020 اګست، 4 کې رامینځته شو ډیر معلومات په لاس کې نشته، ډیری خلکو د لبنان د وسلوالو ځواکونو LAF لخوا له چمتو شوي هوساینې او طبي مرستو سره راحت شوي دي. د دوی وړتیا چې هیواد ته د مرستې لپاره چمتو دي د دې ښودنه کوي چې دوی د لبنان امنیت او خوندیتوب مشروع چمتو کونکي دي او د “عزت، قربانۍ، او وفاداري” بڼه راښکاره کوي.
د ملکي-پوځي همکاریو ریاست CIMIC په غیر بېړنیو حالاتو کې اوږدمهاله مرستې برابروي. لکه څنګه چې وروستي او د نفوس دقیق احصایه شتون نلري، د ملکي-پوځي همکاریو ریاستCIMIC ته دنده سپارل شوې وه چې د نومونو لیست چمتو کړي، د ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږي کې، ترڅو هر مستحق کس ته د هغه حق ورکړل شي. د ملکي-پوځي همکاریو ریاست CIMIC ته هم دنده ورکړل شوې وه چې د بیړنیو لومړیتوبونو سره سم په بیلا بیلو سیمو کې د دې مرستې ویشلو لپاره یو هراړخیز پلان ترتیب کړي. په دې اساس، یو مفصل مهالویش ترتیب او په څو پړاونو ویشل شوی و.
د دې پلان د پلي کولو دنده پوځي قطعې ته چې په ټول هیواد کې مستقر دي سپارل شوې وه، چې د سیمه ایزو چارواکو لکه ښاروالیو او ښاروالانو په همکارۍ د ملکي-پوځي همکاریو ریاستCIMIC تر مستقیم نظارت لاندې کار کاوه، ترڅو د مناسب کارکردګي څخه ډاډ ترلاسه شي. دا ګام د ښاریانو لخوا خورا زیات وستایل شو، څوک چې پرته د سیمه ییزو یا فرقه اییزو نظرونو، اردو د خپلو حقونو تضمین کوونکي ګڼي.
د کویډ- 19 خپریدو هیواد د یو بشپړ رکود حالت سره مخ کړ. دې ناروغۍ ښاریانو ته روغتیايي خطر پیښ کړی او هغه اقتصادي او ټولنیز مشکلات یې زیات کړی چې هیواد ورنه کړیده. پوځ په سمدستي توګه ځواب ورکړ او په اردو کې یې دننه د مخنیوي لپاره د سختو اقداماتو له پلي کیدو سره په تړلو ځایونو کې د محافظتي ماسک اغوستل لازمي کړ او همداراز د ماموریتونو د ترسره کولو پر مهال.
د ټولو پوځي بارکونو په دروازو کې ضد عفوني کول او د تودوخې اندازه کول پلي شول، او یو شمیر پوځي قطعې د لبنان د روغتیا وزارت د مشخصاتو او معیارونو سره سم د محافظتي ماسکونو او ضد عفوني کونکو موادو د تولید مسؤلیت په غاړه واخیسته. تولید شوي توکی سرتیرو ته وویشل شول او د پوځي مسئولیتونو په اسانولو کې یې مرسته وکړه.
نوموړي تدابیر د پوځي روغتیا په برخه کې د طبي متخصصینو له کار سره مرسته وکړه، کوم چې په مرکزي پوځي روغتون کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره په سیمه ایزو پوځي روغتیایي مرکزونو کې د ناروغانو بستري کول پیل کړ. د پوځي روغتیا برخه خپل خدمات بیړني او اړین طبي معایناتو پورې محدود کړي او د کویډ- 19 د ازموینې یو مرکز یې پرانست.
دا برخه د احتمالي کرونا ویروس قضیو د ترلاسه کولو لپاره وقف شوې وه او ټول اړینې ازموینې یې کوله ترڅو په حکومتي روغتونونو باندې بوج کم شي، او د ویروس قضیې ژر تر ژره کشف کړي ترڅو په پوځي اډو کې د خپریدو مخه یې ونیول شي. داسې ښکاریده چې دغه اقدامات کار ورکوي: معلوماتو ښودله چې پوځ د سرتیرو درنو ټولنیزو تعاملاتو سره سره، د نورو بنسټونو په پرتله له دې ناروغي څخه لږ زیان لیدلی.
له پیل راهیسې د لبنان وسلوال ځواکونه LAF د خوځښت پلان چې د حکومت لخوا منظور شوي د پلي کولو لپاره په ملي هڅو کې برخه اخیستې. د لبنان د وسلوالو ځواکونو LAF قطعې نوموړی پلان ته د لوړې کچې ژمنتیا څخه ډاډ ورکړ، او دا چې د هر ډول غونډې او غیر ضروري حرکتونو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي. دا د ټولو دولتي بنسټونو سره په همغږي کې رامینځته شوه. د لبنان د وسلوالو ځواکونو LAF د لاښوونې ریاست، د معلوماتو وزارت سره په همکارۍ کې د وبا د خطراتو او د وقایوي وسیلو په اړه د پوهاوي یو پراخ رسنیز کمپاین پیل کړ.
په موازي ډول، د پوځ قطعې د قرنطین او عمومي تحرک اړوندو اقداماتو پلي کولو ته دوام ورکړ، د لبنان د کابینې د لارښوونو سره سم د لبنان وسلوال ځواکونه LAF د خوځښت د پلي کولو لپاره ټول موجوده تدابیر وکارول او د چورلکو په کارولو سره خبرتیا خپاره کړي ترڅو خلکو د قرنطین اقداماتو پابندي وکړي او په کور کې پاتې شي. سربیره پردې، سپاره او پلي ګزمې واستول شول ترڅو د خلکو حرکت کنټرول او محدود کړي او د ناروغي د محدودولو لپاره د اقداماتو اطاعت یقیني کړي.
د ویروس د خپریدو سربیره دغه هیواد د خلکو د لاریونونو سره مخ و، چې د ژوند او اقتصادي حالت مخ په ډیریدونکي خرابوالی څخه ښودنه کوي. د لبنان وسلوال ځواکونه LAF د بیان ازادي او په سوله ایز ډول د راټولیدو حق تضمین کړي، پداسې حال کې چې د سړکونو له بندولو څخه مخنیوی کوي. د لبنان وسلوال ځواکونه LAF د اشخاصو او خصوصي او عامه بنسټونو په وړاندې د یرغلونو د مخنیوي لپاره پراخې هڅې کړي دي. پداسې حال کې چې ټولو وګړو ته بې طرف پاتې کیږي، د لبنان وسلوال ځواکونو LAF هڅه کړې ترڅو د هرډول امنیتی ګډوډیو مخه ونیسي چې ممکن پراخه شخړې ته وده ورکړي.
د دې ټولو جدي ننګونو سره سره، د ځواکونو هوډ کم نه شو، چا چې خپلې دندې په لوړه حوصله او ثابت عزم سره سرته رسولې. دوی ستړیا او اوازو ته تسلیم نه شوو، او دوی خپلو مسؤلیتونو ته دوام ورکوي. د پوځ لخوا دغه مسلکي او له هیواد پالنې څخه ډک چلند دا وړتیا ورته ورکوي چې داخلي کړکیچونه اداره کړي، ترڅو مدني سولې خوندي کړي، ملي حاکمیت څخه ساتنه وکړي، عامه او خصوصي بنسټونه وساتي، او د هر هغه نارضایتۍ مخه ونیسي چې سوله په خطر کې اچوي، پداسې حال کې چې د بیان آزادي او د بیلابیلو رسنیو کار ته درناوی لري.
پوځ یو متحد ملي ارګان دی چې هیواد ته د خدمت لپاره د لبنان د ټولې ټولنې څخه استازیتوب کوي. دا د لبنان د خلکو لپاره د هیلو یوه فعاله سرچینه ده، د خلکو د خوندیتوب لپاره لومړی او وروستی تضمین کونکی دی، د اساسي قانون او مدني سولې د ساتلو لپاره خپل ټول ظرفیتونه په کار اچوي، او د ټولو هغو کسانو سره مبارزه کوي چې لبنان بې ثباته کوي. F
Comments are closed.