د مصر په سمندري ځواک کې د همکارۍ جوړول
یونیپث کارکونکی
د مصر سمندري ځواک د نامجازو دولتونو او نادولتي مدعیانو پر وړاندې د عملیاتو د دوام د وړتیا د لوړولو لپاره د 2021 کال په مارچ کې په سره سمندرګي کې د امریکا او فرانسې سمندري ځواکونو په همکارۍ د تېرېدو تمرینونه (PASSEX) ترسره کړل.
PASSEX تمرینونه د مصري ENS شرمالشیخ هدایت شویو مېزایلو او امریکایي پرمختللیو سمندري تجهیزاتو په تمرینولو سره په ګډه پیل شول.
د فرانسې-مصر PASSEX د مصر د جنوبی ناوګان په سیمه کې ترسره شول او د مصر سجم الفتح کښتۍ او فرانسوی الوتکې وړونکی چارلس دی ګول پکې شامل وو؛ دا یوازیني اروپایي الوتکې وړونکي دي چې په هستوي انرژۍ چلېږي. په دغو تمرینونو کې په کښتیو کې د چورلکو ښکته کول، سمندری امنیتی تمرینونه او په جوړښت کې سمندري سفرونه شامل وو.
د مصر د وسله والو ځواکونو ویاند ډګروال تمېر الرِیفی وویل:”د دغو تمرینونو موخه د سمندري واحدونو د جنګی وړتیاوو لوړول دي، تر څو وکولای شي په سیمه کې د سمندري امنیت او ثبات په ملاتړ کې مرسته وکړي او ګواښونه دفع کړي”.
د تمرین امریکايي ګډونوالو خپل مصري همکاران وستایل او د ګډو عملیاتو ارزښت ته یې اشاره وکړه. د امریکا د سمرسیټ د قومندانۍ افسر، کپټان ډیو کورټز وویل:”د مصر له سمندري ځواک سره فعالیت کول زموږ د ځای پر ځای کولو لپاره یوه روښانه خبره ده؛ د متحده ایالاتو سمندري ځواک د ملګرو د ډاډ لپاره کار کوي”.
د مصر د سمندري ځواک دوامداره روزنه، د دوی وقف او هڅونې دوی ته نړیوال درک په برخه کړ: دوی د 2021 کال په اپرېل کې د بحرین مرکب بحري ځواک (CMF 34) ام غړي شول.
د هغه وخت مرستیال، ادم وویل: “دا یوه تاریخي شېبه ده چې مصر زموږ په تلپاتې ایتلاف کې داخلیږی.” د امریکا د سمندري ځواک د پنځم ناوګان قومندان، سموېل پاپارو. “مصر په سیمه کې د ثبات په ټینګولو کې یو مهم شریک دی او موږ ویاړو چې په خپل ماموریت کې د مصر د مشارکت هرکلی وکړو؛ دوی غواړي سمیه او نړۍ خوندي شي.”
د درې کاري ځواکونو څخه جوړ CMF څو ملیتي سمندري همکاري ده چی له عربي خلیج څخه تر سور سمندر امنیت خوندي کوي. دا له سمندري غلا، وسلو او د نشه يي توکو له قاچاق، ترهګرۍ او نورو جرمونو سره مبارزه کوي.
سرچينې: د مصر دفاع وزارت، مرکب بحري ځواک، الاهرام
Comments are closed.