د مصر – سويلي کوریا معامله د وسلو تدارکات متنوع کوي
د 1.6 ملیارد ډالرو څخه ډیر ارزښت وسلو یوه معامله کې، مصر د ځایی او نړیوال تروریزم پر وړاندې د جګړې لپاره د سهیلي کوریا څخه د تجهیزاتو واردولو ته چمتو دی.
په قاهره کې د سهیلي کوریا ولسمشر مون جای این او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ترمینځ شوې غونډې د دې اعلان پایله درلودله چې مصر د سهیلي کوریا هنوا دفاعي شرکت څخه کی9 تندر 155 ایم.ایم د پخپله کشش توپونه اخلي.
دې تړون کې، چې د 2022 فبروري کې لاسلیک شو، د ټیکنالوژي لیږد شامل دی ترڅو مصر وکولی شي د مصر دفاع وزارت او د نظامي تولید له لارې ځینې درندې وسلې تولید کړي.
د سهیلي کوریا د دفاع د کسب پروګرام ادارې مشر، کانګ ایون هو وویل، “دا یوه لاسته راوړنه ده چې د ټیکنالوژیکي همکارۍ ترکیب، د ځایی تولید او د پان دولتي ملاتړ مواردو کې همکارۍ له لارې شوي، چې د دوه هیوادونو ترمینځ یوازې د انتقالي اړیکې څخه ورهاخوا ځي.”
د خپلې اردو د ارتقا لپاره د یوه پلان په لړ کې، مصر نوي بیسونه جوړوي، سمندري او هوایی ځواک پراخوي او پرمختللې وسلې واردوي. په کور دننه د وسلو د تولید سربیره، مصر د امریکا متحده ایالاتو، انګلستان او ایټالیه په څیر هیوادونو سره سترې معاملې کړي دي.
په 2021 نومبر کې، د امریکا متحده ایالاتو د بهرینو چارو وزارت مصر ته د 2.5 میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور اعلان وکړ، چې ترډیره د امریکا متحده ایالاتو د بهرني نظامي تمویل پروګرام له لارې تمویل شوی و. په معامله کې 12 سوپر هرکولس C-130 ټرانسپورټ الوتکې او اړوند تجهیزات او همدارنګه د هوایی دفاع رادار سیسټمونه شامل دي.
سرچینې: یونهاپ خبري اژانس، الحرام
Comments are closed.