د مرکزي آسیا هیوادونه د تروریزم پرضد تمرین کوي
یونیپث کارکونکی
د سیمه ایز امنیتي مسئلې د حلولو لپاره په ګډه کار کوي، د تاجیکستان او ازبکستان وسله والو ځواکونو د کال 2020 په مارچ میاشت کې د کامن ویلت 2020 په نوم د تروریزم ضد تمرین ترسره کړه.
په سویلي تاجکستان کې د فخروبوډ روزنیز ډګر کې د څلور ورځني تمرین په جریان کې، د ازبکستان دفاع وزیر باکوډیر قربانوف او د تاجکستان دفاع وزیر شیرعلي میرزو د جنګي اغیزمنتیا په ګډ نندارتون کې خوښي څرګنده کړه.
برخه اخیستونکو یوه فرضی ترهګره ډله له منځه یوړه، د یرغمل ژغورنې عملیات یې ترسره کړل، او د تاجکستان او ازبکستان پر پوله د غیرقانوني ډلو لخوا تمثیلي شنډه کړه. سرحدي قطعې او د تاجکستان هوایي ځواکونه حمایوي رول درلود.
دا په تیرو دریو کلونو کې د تاجک او ازبک ځواکونو ترمنځ د تروریزم ضد دریم لوی تمرین و. لومړی یې په شمالي تاجیکستان کې د چورخ ډیورون او نورفشون روزنیز سیمو کې د کال 2018 په سپتمبر میاشت کې ترسره شو، چې ورپسې د کال 2019 په اپریل میاشت کې د تاجکستان سویل لویدیز په فخروبود کې یو بل تمرین پیل شو.
په افغانستان کې د روانې شخړې له امله د دواړو هیوادونو ترمینځ پوځي همکاري ته اړتیا وه. تاجکستان او ازبکستان د مرکزي آسیا دغه دوه هیوادونو ته له افغانستان څخه د تروریستي ډلو د احتمالي برید په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
”تاجکستان او ازبکستان د منځنۍ آسیا پوستې دي، او زموږ د دولتونو مشران په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره هره ممکنه هڅه کوي.” میرزو په یو مخکنې روزنیز برانامه کې وویل. “په عین حال کې، موږ په فعاله توګه د تروریزم له ټولو ډولونو سره د مبارزې لپاره د خپل ظرفیت د لوړولو لپاره کار کوو.”
دواړه هیوادونه مخ په زیاتیدونکي دوه اړخیزې پوځي همکارۍ د ملي او سیمه ییز امنیت د ساتنې لپاره د یوې مهمې وسیلې په توګه ګوري.
Comments are closed.