د مخنیوي توره
مخکې له دې چې په دې وروستیو کې د سترجنرال په توګه تقاعد شي، د کويټ پخوانی لوی درستيز، جنرال خالد صالح محمد الصباح د خپل هیواد د امنيت په اړه له یونيپث مجلې سره خپل نظر شريک کړ
د کویټ د لوی درستیز په دفتر کې د ستراتیژیکو اړیکو او تشریفاتو څانګه
انځورونه د کویټ د وسله والو ځواکونو د اخلاقي لارښود او عامه اړیکو لخوا
مخکې له دې چې د خپلې وينې تر وروستي څاڅکي پورې د خپل هېواد د دفاع ژمنه وکړم، زه غواړم په دې ټينګار وکړم چې د هیواد ساتنه د هر کويټي وطن پالونکې دنده ده. د کویت د امیر او د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح او د ولیعهد شهزاده شیخ مشعل ال احمد الجابر ال صباح تر لارښوونې او رهبرۍ لاندې، موږ باید د خپل هیواد د امنیت او ثبات لپاره پرته له ویرې له ګواښونو سره مخامخ شو. کویت د سولې هڅوونکی دولت دی چې د نړیوالې ټولنې په نورمونو کې کار کوي. دا هیواد په ټوله نړۍ کې د سولې او سوکالۍ د ساتلو لپاره د نړیوال قانون او نظم د لوړولو هڅه کوي. زموږ مرسته دوامداره ده، ځکه چې موږ د نړیوالې ټولنې په اصولو باور لرو. موږ پوهیږو چې د نړیوال نظم پرته، نړۍ د ګډوډۍ سره مخ کیږي.
یونیپث: تاسو د لوی درستیز په توګه د خپلې دندې په لومړي کال کې د کومې موخې په لټه کې یاست؟
سترجنرال خالد: په دفتر کې لومړی کال د کوويډ- 19 وبا له امله خورا ننګونکی و، کوم چې زموږ د ژوند لاره او د کارونو د ترسره کولو بڼه بدله کړه. زما اصلي موخه د کویت د خلکو او د حاکمیت ساتنه ده، ځکه چې د کویت وسله وال ځواکونه (KAF) د داخلي او بهرني ګواښونو په وړاندې د مخنیوي توره ده؛ دا هغه سوګند دی چې د افسر کیدو په وخت کې مې خوړلې دی. د دې کار د ترسره کولو لپاره ما درې اصلي اهدافو ته لومړیتوب ورکړی، لومړی دا چې د جنګ لپاره لوړ چمتووالی ولرو، کوم چې په نړۍ کې د هر پوځي مشر لپاره یوه مهمه مسئله ده. د کویټ په وسله وال ځواکونو کې موږ خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره خورا لوړ چمتووالی ساتو. همدارنګه د کویټ د وسله والو ځواکونو وسلې تل یو لومړیتوب دی، مګر په وسلو باندې پانګونه د دې لومریتوب یوازې یوه برخه ده. همداراز د مهارتونو او د پوځ د ټولو برخو د وړتیاو لوړول بله مهمه مسئله ده. له همدې امله زه فکر کوم چې روزنه او تمرینونه زموږ لپاره خورا مهم دي او د کویټ د وسله والو ځواکونو د همیشګي چمتووالی لپاره یو اساسي اصل دی. په پایله کې د حکومت لارښوونه چې د وسله والو ځواکونو بودیجه کمه شي او پر وسله والو ځواکونو د دغه کار اغیزه زموږ لپاره یو ننګونه ده، مګر موږ په دوامداره توګه کار کوو ترڅو دوی زموږ د پوځي اهدافو مخه ونه نیسي. د بودیجې د کمولو یوه بیلګه چې موږ د کویټ د وسله والو ځواکونو لپاره معرفي کړه دا وه چې په بهر کې د پوځي اتشې شمیر په ځینو مواردو کې له پنځو افسرانو څخه دوه ته راټیټ شي. دا انعطاف زموږ د لید سره سمون لري.
یونیپث: د کویټ وسله وال ځواکونه د کویټ د نورو امنیتي ادارو سره څنګه همکاري کوي؟
سترجنرال خالد: د وسله والو ځواکونو په توګه موږ د کورنیو چارو وزارت، د کویت ملي ګارد او د کویټ اور وژنې ځواک ترڅنګ د کویټ د دفاع او امنیت برخه یو. ګډه همکاره، هڅې او سرښندنې د خپلو ګډو اهدافو په ترلاسه کولو کې د هرې ډلې لپاره اړین دي. نو له همدې امله موږ د حکومت په مختلفو سکتورونو کې د خپلو همکارانو سره د ټیم په توګه په ګډه کار کوو ترڅو د هر هغه ګواښ مخه ونیسو چې زموږ امنیت او ثبات ګډوډوي او همدارنګه خپلې امنیتي اندیښنې د یوه ټیم په توګه تنظیم او په ګډه یې حل کوو.
یونیپث: نړیوال مشارکت په ځانکړې توګه د امریکا له پوځ سره څومره اړین دی؟
سترجنرال خالد: امریکا په تیرو 32 کلونو کې زمونږ تر ټولو قوي متحد دی. د کویټ په امنیت کې د امریکا د مرستو هڅې خورا ډیرې وې، او زه د دې لپاره د دوی نه مننه کوم، په ځانګړې توګه د متحده ایاالتو مرکزي قوماندې (CENTCOM) چې په سیمه کې زموږ مستقیم شریک دی. موږ د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې سره په مختلفو کچو کې ډیری پوځي روزنیز تمرینونه ترسره کوو — د مثال په توګه د ايګل ریزالف روزنیز تمرین چې د کویټ وسله والو ځواکونو یې په کال 2015 او 2017 کې کوربه توب کړي دی، سربیره پردې د کال 2022 ایګل ریزالف تمرین چې د متحده ایالاتو لخوا یې کوربه توب کیده د د کویټ د وسله والو ځواکونو د لویو مرستو سره. برسېره پردې، موږ د متحده ایالاتو له مرکزي قوماندې سره په تخصصي پروګرامونو کې له نږدې کار کوو چې د دواړو پوځونو لپاره ګټور دي او په ډیرو برخو کې زموږ د پوهې سره مرسته کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې موږ په عملیاتي ډومین کې ورته نقشې او انځور کار کوو. د همغږۍ له لارې د کویټ وسله وال ځواکونه او د متحده ایالاتو مرکزي قومانده په سیمه کې د تاوتریخوالي افراطي سازمانونو د له منځه وړلو لپاره هوډ لري، کوم چې زموږ لپاره یو ګډ منل شوی هدف دی.
یونیپث: کویټ څنګه د خلیج د همکارۍ شورا (GCC) امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي؟
سترجنرال خالد: د کویټ وسله وال ځواکونه په مستقیم ډول د خلیج همکارۍ شورا هیوادونو د ټولو پوځي ځواکونو سره مرسته کړې، ځکه چې موږ ګډ روزنې، تمرینونه او متحد ځواکونه لرو چې په عملیاتو کې ګمارلو ته چمتو دي. د کویټ وسله وال ځواکونه د متحده پوځي قوماندې یوه مهمه برخه ده، د خلیج د همکارۍ شورا نظامي څانګه. موږ د خلیج په همکارۍ شورا کې د خپلو متحدینو سره نږدې کار کوو ترڅو د منځني ختیځ او په ټوله سیمه کې امنیت خوندي کړو. سربیره پردې، د کویټ پوځ، هوایی ځواک او سمندري ځواک په دوامداره توګه د خلیج دولتونو له پوځونو سره په متقابل تمریناتو کې برخه اخلي، همدارنګه د عملیاتو مرکزونه لري چې په دریو ساحو کې فعالیت کوي. د همکارۍ هوایی دفاع زموږ د علاقې د سیمې تصویر جوړوي.
یونیپث: د تاوتریخوالي افراطي سازمانونو (VEOs) مخنیوي او ماتولو لپاره د کویټ تګلاره څه ده؟
سترجنرال خالد: په حکومت کې څو وزارتونه د دا ډول ایډیالوژیو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره همکاري کوي. د پوهنې وزارت د دې بنسټپالو ایډیالوژیو د مخنیوي لپاره په ښوونځیو کې پروګرامونه تمویلوي. د اوقافو او اسلامي چارو وزارت د اسلام د رښتينې معنا د څرګندولو په موخه سيمينارونه جوړوي، او ځانګړي مرکزونه د هغو کسانو د پوهاوي لپاره سيمينارونه برابروي چې افراطي افکار لري او ټولنې ته يې د بېرته راګرځولو زمينه برابروي. د کویټ د وسله والو ځواکونو په توګه موږ په سیمه کې د خپلو متحدینو او شریکانو سره د حیاتي معلوماتو په تبادله کولو او د یو ټیم په توګه د یو هدف سره د دې افراطي ایډیالوژیو د ماتولو لپاره چې په چټکۍ سره په شاوخوا کې خپریږي کار کوو. برسېره پردې، موږ د افسرانو او ضابطانو ګرځنده ټیمونو لرو چې تعلیمي پروګرامونه پر مخ بوځي، دوی د تاوتریخوالی ډک افراطي سازمانونه لخوا د استخدام د مخنیوي لپاره له قطعاتو څخه لیدنه کوي. برسېره پردې، د تروریزم پر ضد د اسلامي پوځي ایتلاف د یوې برخې په توګه د کویټ وسله وال ځواکونه د تروریزم د ماتولو لپاره د ایتلاف د مشرانو په ملاتړ سره زموږ د اسلامي دین د اخلاقو د ساتلو لپاره کار کوي.
یونیپث: د کویټ وسله وال ځواکونه څنګه د تیرې پیړۍ په اوږدو کې د جنګونو په لاره کې د بدلونونو سره مقابله کړې؟
سترجنرال خالد: جګړه له دودیزو جګړو څخه د چریکانو او ملېشو په وړاندې منظم لښکرو ته د نن ورځې سایبرې جګړې ته وده کړې. جنګونه د یوې مرمۍ له ویشتلو پرته پیل کیدی شي. سایبرې جګړه نن ورځ د هر پوځ لپاره یوه مهمه موضوع ده. د کویټ وسله وال ځواکونه په دې برخه کې په وروستي ټیکنالوژیو سمبال دي، او موږ په سیمه کې د خپلو متحدینو سره د کویټ حکومت دننه په بیلابیلو سکتورونو کې په دوامداره توګه کار کوو ترڅو زموږ وړتیاوې لوړې کړي او د هر ډول ګواښ مخه ونیسي. سربیره پردې، موږ د سایبرې امنیت نوی ریاست رامینځته کړی چې په 2022 کې به فعال شي. دا به موږ د مخالفینو د ماتولو لپاره تنظیم کړي چې په سایبر ډومین کې یې خپل شتون پراخ کړی ترڅو په ځمکه کې زموږ د ځواکونو سره مستقیم ټکر څخه وتښتي.
یونیپث: د کویټ وسله والو ځواکونو د کوويډ- 19 وبا په جریان کې څه رول لوبولی او څنګه یې د خپل روزنې او تمرینونو سره تطابق کړی؟
سترجنرال خالد: د کویټ وسله وال ځواکونه د کوويډ- 19 په وړاندې مبارزه کې مهم رول لوبولی دی. موږ د هغو دولتي سکتورونو په ډله کې یو چې د روغتیا وزارت یې ملاتړ کاوه. د کویټ وسله وال ځواکونه د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې د بند پاتې اوسیدونکو د ایستلو لپاره خپلې کارګو الوتکې کارولي او دوی یې بیرته کویټ ته رسولي دي. دې الوتکو طبي توکي او واکسینونه هم لېږدول. زموږ پوځي انجینرانو د روغتیا قرنطین واحدونه او ساحوي روغتونونه جوړ کړل ترڅو د کوويډ- 19 پروړاندې مبارزه کې د روغتیا وزارت ملاتړ وکړي. موږ د کورنیو چارو وزارت او د کویټ ملي ګارد څخه د هیواد په قرنطین سیمو کې د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره ملاتړ وکړ. موږ د ناروغانو لپاره خپل پوځي روغتون او همدارنګه د واکسین مرکزونه پرانستل چې پوځي پرسونل او د دوی کورنیو ته خدمت کوي. برسېره پر دې، د کویټ وسله وال ځواکونه روزنه بنده نه کړه، بلکه مجازی چاپیریال ته یې ولیږدوله ترڅو روان کورسونه بشپړ کړي او زموږ په ادارو کې نوي روزنیز پروګرامونه رامینځته کړي. د نوي روزنې لپاره دا لیوالتیا زموږ د تمریناتو د پیلولو و بشپړولو سره سیالي کوي چې دمخه پلان شوي و. دا مهمه وه چې د وبا سره د مطابقت له لارې لوړ چمتووالي وساتو. زموږ سیمه باید د راتلونکو ننګونو لپاره چمتو پاتې شي.
یونیپث: د کویټ وسله وال ځواکونه به څنګه د کویټ د 2035 له پلان سره مرسته وکړي؟
سترجنرال خالد: د کویت دولت د جلالتمآب امیر او د جلالتمآب ولیعهد په لارښوونه تر 2035 کال پورې کویت په یو مخکښ سیمه ایز مالي، سوداګریز او کلتوري مرکز په بدلولو کې د کویټ وسله وال ځواکونه مهم رول لوبوي. اصلي دنده دا ده چې د هر هغه ګواښ یا ننګونې پر وړاندې چې موږ ورسره مخ یو د کویت د خلکو او حاکمیت ساتنه وشي. دا ماموریت د هر هغه چا دنده ده چې په کویت کې اوسیږي. موږ په هیواد کې ثبات او امنیت ډاډمن کوو او له شریکانو سره په ګډه کار کوو ترڅو دوی وکولی شي د کویټ 2035 پلان سره سم چې زموږ د مرحوم امیر شیخ صباح الاحمد الجابر ال صباح لخوا شریک شوی په خوندي او هوساینې سره کار وکړي.
Comments are closed.