د متحده عربي اماراتو د اتلانو زغم
د هغه تړون د کلیزې لمانځلو لپاره چې د دواړو هیوادونو ترمینځ یې اړیکې نورماله کړي دي، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزیر جلالتمآب شیخ عبدالله بن زاید النهیان په 2022 سپتمبر کې د اسرایل څخه لیدنه وکړله.
شیخ عبدالله او د هغه سر مل پلاوي په 1953 کې په بیت المقدس کې د نسل وژنې قربانیانو لپاره د اسرایل لخوا جوړ شوی یادګار، یاد واشیم څخه لیدنه وکړله.
د انسانیت پروړاندې شوي جرمونو مستند کولو کې د یاد واشیم رول په ستایلو سره، شیخ عبدالله په سیمه کې د زغم او ګډ شتون ترویج، د سولې رامینځته کول او د ویاړلي او ښه ژوند لپاره د خلکو د ارمانونو درک کولو اهمیت باندې تاکید وکړ.
د ابراهیم پیمانونو د برخې په توګه، د اسرایل ذ متحده عربي اماراتو د اړیکو نورمالولو تړون د 2020 اګست کې لاسلیک شوی و. دا پیمانونه د پیغمبر ابراهیم په نوم د یهودیت، اسلام او عیسویت د ګډو ریښو په ګوته کولو لپاره نومول شوي و، چې ټول د ابراهیمي ادیانو په توګه پیژندل کیږي.
د امنیتي همکارۍ سربیره، دې تړون د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو ته هم لاره پرانیستې. په پایله کې د دې دواړو هیوادونو ترمینځ سوداګري ډیره شوې، او اوس زرګونه اسرایلي سیلانیان د دوبۍ او د اماراتو نورو ښارونو څخه لیدنه کوي.
په 2022 مئ کې، د میاشتو مذاکراتو وروسته، دې هیوادونو په دوبۍ کې د آزادې سوداګرۍ تاریخي تړون لاسلیک کړ. که څه هم متحده عربي اماراتو او اسرایل له اوږدې مودې راهیسې د سوداګرۍ په ډګر کې ډي فکټو رسمیت پیژندنه ساتلې ده، په ځانګړي توګه مصنوعي ذهانت، د دفاع صنعت او د الماسو سوداګرۍ کې، FTA به د دوه اړخیزې سوداګرۍ اړیکې پراخه کړي.
FTA به د دې دواړو هیوادونو ترمینځ 96% تجارتي توکو باندې تعرفې ختمې یا راکمې کړي. تمه کیږي دوه اړخیزه سوداګري او تجارت به په پنځه کلونو کې $10 میلیارده ډالرو ته ورسیږي.
لکه څنګه چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو سوداګرۍ وزیر ثاني الزیودي لیکلي: “په تیرو دوو کلونو کې، متحده عربي اماراتو او اسرایل ښودلي دي چې که چیرې موږ خپل توپیرونه بې اتفاقي یو اړخ ته کړو نو څه شی ترلاسه کولی شو.” سرچینې: البیان، CNN، د یروشلم پوسټ
Comments are closed.