د متحده ایالاتو سمندري ځواک د بحرین په چاپېریال ساتنه کې مرسته کوي
یونیپث کارکونکی
د تیلو د تویېدو د غبرګون کلني تمرین د یوې برخې په توګه، د متحده ایالاتو د سمندري ملاتړ فعالیت (NSA) د بحرین چاپېریال څانګې په نومبر 2023 کې په بحرین کې د ژغورنې او ککړتیا غبرګون تمرین ترسره کړ.
د دغه درې ورځني تمرین موخه د چاپېریال، عامې روغتیا او سمندري ژوند د ساتنې لپاره د چمتووالي ښه کول وو. دې تمرین د روزنې بشپړولو لپاره د تیلو پرمختللي سکیمرونه یا راټولونکي، د اور وژنې تجهیزات، کښتۍ او نور وسایل شامل کړل.
په دې هڅه کې د بحرین ډیری ادارو برخه اخیستې وه، د سمندري بیړني متقابل مرستې مرکز (MEMAC)، د بحرین پټرولیم شرکت، APM ترمینل بحرین، د بحرین ساحلي ګارد، بندرونو او سمندري چارو په شمول. ګډون کوونکو د ژغورنې د مختلفو سیسټمونو وړتیاوو او عمومي دندو په اړه یو سفر او لنډ معلومات ترلاسه کړل.
تورن عارف العوادي، د بحرین MEMAC څخه د تېلو د توزیع غبرګون لوړ رتبه افسر، وویل: “دا تمرین چاپېریال ساتنې ته زمونږ ژمنتیا ښیي او د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو او کوربه هېواد شریکانو، لکه زمونږ، تر منځ د همکارۍ او ارتباط په وده کې مرسته کوي.” “دا یو معمول مګر مهم تمرین دی چې د دې ډاډ په ترلاسه کولو کې مرسته کوي چې مونږ ټول چمتو یو چې د تېلو تویېدو او نورو خطرناکو موادو پېښو ته په مؤثره توګه ځواب ووایو.”
سین سوک، په NSA بحرین کې د چاپېریال رئیس، د متحده ایالاتو-بحرین د ملګرتیا ارزښت تائید کړ.
هغه وویل: “د تویېدو تجهیزاتو په فعاله توګه ځای په ځای کولو سره، مونږ د بحرین په سلطنت کې د چاپېریال ساتنې سازمانونو سره د خپل اوږدمهاله شراکت ساتلو په وخت کې تخنیکي مهارت ساتلی شو.” “د یوې ریښتینې پېښې په صورت کې د معلوماتو، ټیکنالوژۍ او روزنې تبادله د اغېزمن ځواب لپاره مهمه ده.”
دا یو له څو فعالیتونو څخه دی چې د متحده ایالاتو پنځمه بېړۍ یې په منظمه توګه په بحرین کې ترسره کوي چې هدف یې د کوربه هېواد چاپېریال خوندیتوب ساتلو او د ککړتیا ضد هڅو ته وده ورکولو لپاره ظرفیتونو او چمتووالي ته وده ورکول دي.
Comments are closed.