د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان د لبنان پر اهمیت ټینګار کوي
یونیپث کارکونکی
د لبنان وسله والو ځواکونو سره د متحده ایالاتو پر ژمنې بیا تاکید کول، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان، جنرال کِنِت مَکِنزی د کال 2020 په جولای میاشت کې لبنان ته سفر وکړ.
د جنرال مَکِنزی په سفر کې د لبنان له ولسمشر میشل عون سره کتنه هم شامله وه. دغه جنرال د متحده ایالاتو او لبنان ترمینځ د پوځي همکاریو له لارې د لبنان د امنیت، حاکمیت او ثبات د ساتلو له اهمیت څخه ډاډ ورکړ.
د متحده ایالاتو د سینټکام په پلاوي کې په لبنان کې د متحده ایالاتو سفیر ډورټي شی او د متحده ایالاتو دفاعي اتشه رابرټ میین شامل وو.
متحده ایالات د انګلستان او فرانسې په مرسته د تیرو 20 کلونو لپاره د لبنان له وسله وال ځواکونو څخه په وسلو، روزنې او مشورې سره ملاتړ کړی. د لبناني سرتیرو له زړورتیا، مسلکیتوب او وطنپالنې څخه مننه، دغه هیواد خپل جنګي چمتووالي ته وده ورکړې ده.
دا پرمختګ د داعش او القاعدې پر وړاندې د لبنان د وسله والو ځواکونو د بریالي عملیاتو په ترڅ کښې څرګند شو چې د سوریې سره د هیواد د پولو په ساتلو کې مرسته کوي. په کال 2017 کې لبناني سرتیري د شمال ختیځ لبنان په غرونو کې د داعش له 600 ډیر ترهګرو ته ماتې ورکړه.
د جنرال مَکِنزی لیدنه د دې لپاره جوړه شوې وه چې پدې خطرناک وخت کې د سیمه ایز امنیت لپاره د لبنان سره د متحده ایالاتو ژمنې تقویه کړي.
سرچینې: Aljazeera.net د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت
Comments are closed.