د لوړپوړي مشر پیغام
زه خوښ یم چې د دغه سرمقالې د لیکلو لپاره د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې بلنه منم چې دغه مقاله د سولې او مشارکت پر ساتنې او اهمیت باندې ټینګار کوي.
قطر د یو هیواد د خلکو یا د څو هیوادونو د خلکو ترمینځ پر سوله ایز او ګډ ژوند کلک باور لري. له همدې امله د قطر دولت چې د خپل حکومت څخه په هوشیارتیا سره استازیتوب کوي د سوله ایزو نوښتونو په راوستلو کې مخکښ و او وي به. یا نړیوالو هڅو سره په مستقیم ډول مرسته کوي چې ډیپلوماتیک لارو ته لومړیتوب ورکوي او سیمه ایزې او نړیوالې لانجې ردوي.
د قطر مشرتابه د نړیوالې سولې سره د ډله ایزو او څو اړخیزو کړنو له لارې په خپلو مرستو ویاړي. موږ دا ډول ملګرتیاوې نه یوازې په منځني ختیځ او مرکزي او جنوبي اسیا کې، بلکې په ټوله نړۍ کې د ثبات د ټینګولو لپاره غوره لاره ګڼو.
د نړیوالو همکاریو لپاره دا ژمنتیا په کال 2021 کې په ملګرو ملتونو کې د قطر د غړیتوب د 50 کلیزې د لمانځلو لپاره یوه بیلګه ده، کوم چې جلالتمآب امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې په نښه کړ.
په افغانستان کې له وروستیو ناکراریو سره، قطر په دغه هېواد کې د هراړخیز سیاسي جوړجاړي لپاره خپل ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړ، چې بشري حقونو ته درناوی ولري او له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت وکړي.
افغانستان یو ځل بیا د هغو سخت دریځو په ځاله نه شي بدلیدلی چې نړۍ ته ترهګري صادر کړي. افغان ولس باید په انزوا او بې وزلۍ کې ډوب نشي، هغه عوامل چې د نا امیدۍ او افراطیت لامل کیږي. په همدې موخه قطر له خپلې خاورې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږدولو اجازه ورکړي ده.
د 2021 کال په اګست او سپتمبر کې، قطر له نړیوالو همکارانو سره یو ځای شو چې د هغو لسګونو زرو افغان وګړو او کورنیو په ایستلو کې مرسته وکړي چې خوندیتوب یې په خطر کې و. په دغو کسانو کې د نجونو د ښوونځي زده کوونکي هم شامل دي. لکه څنګه چې جلالتماب امیر ملګرو ملتونو ته په خپله وینا کې وویل: “دا زموږ بشري دنده وه.”
کله چې په کال 2020 کې د کوويډ- 19 اوبا په نړۍ کې راغله، قطر زیان منونکو خلکو ته د طبي توکو د چمتو کولو لاره هواره کړه. دغه هیواد خپل مالي ملاتړ د نړیوال روغتیایي سازمان شاته ولګاوه ترڅو د غریبو هیوادونو لپاره واکسینونه واخلي.
همداراز د سو اړخیزو همکاریو لپاره د قطر ژمنتیا د خلیج همکارۍ شورا باندې زموږ د باور له لارې څرګندیږي ترڅو د خبرو له لارې دوه اړخیز باور رامينځ ته شي.
د خلیج د همکارۍ شورا، د ملګرو ملتونو سره یوځای به د یمن د راتلونکي په اړه په خبرو اترو کې مهم رول ولوبوي چې سیاسي یووالي او د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا ته وده ورکړي. دا ډول ډله ایز عمل به د کورنۍ جګړې پای ته رسولو کې مرسته وکړي چې منځني ختیځ یې بې ثباته کړي.
زه په سیمه کې د سولې په ساتلو کې د قطر د العدید هوایی اډې د مهم رول له تشریح کولو پرته د ملګرتیا او سولې په اړه بحث نشم کولی. د دغه اډې وروستی پراختیا د متحده ایالاتو او قطر ترمنځ دوامداره ملګرتیا په ګوته کوي.
العدید په عراق او سوریه کې د داعش د ماتولو لپاره د هوايي ماموریتونو مهم مرکز و. له دغه اډې څخه الوتنې په مهمو اوبو لارو کې د سوداګرۍ آزاد جریان تضمینوي چې قطر او ګاونډیان یې کاروي. العدید د زرګونو افغان کډوالو د وتلو لپاره خدمات ترسره کړل چې خپل هیواد يي پریښود. د 2021 کال په اګست او سپټمبر کې تر 40,000 څخه ډېر افغانان له دغې اډې نه تېر شول.
د قطر هڅو نه د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن ستاینه وکړه، چې په شخصي توګه یې جلالتمآب امیر ته ټیلیفون وکړ او له افغانستان څخه یې د امریکا په مشرۍ د الوتکو د وتلو په برخه کې د قطر له ملاتړ څخه مننه وکړه.
د یونیپث په دې ګڼه کې به تاسو د سیمې په ګټه د سولې او ملګرتیا د زیاتولو د لارو چارو ډیری مثالونه ومومئ، د استخباراتو له شریکولو څخه نیولې تر څو ملتي پوځي تمرینونو پورې او د مهاجرینو څخه تر ملاتړ پورې. قطر ویاړي چې په دې هڅو کې یو مشر دی.
ډګر جنرال سالم حماد النابت، د قطر د وسله والو ځواکونو لوی درستیز
Comments are closed.