د لوړپوړي مشر پیغام
زهغواړم د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې څخه په دې دلیل مننه او قدرداني وکړم چې مونږ ته یې د دغې موضوع لپاره د پرانستې مقالې دلیکلو لپاره فرصت راکړ، چې عنوان یې دی: “د تاوتریخجن افراطیت د بیا پورته کیدو څخه مخنیوي”.
د لبنان جیو پولیټیک موقعیت، د مدیترانې سمندر ختیځ خوا کې یو مهم موقعیت دی، چې د نړۍ د دواړو خواو تر منځ د یو پل په توګه کار کوي. په هرصورت، که څه هم دا د لبنان لپاره د شتمنۍ سرچینه ګڼل کیږي، خو جغرافیایي موقعیت یې د بیلابیلو ننګونو سره مخ دی او وه، چې ترهګري هم پکې شامله ده.
د لبنان د وسله والو ځواکونو (LAF) ماموریت “د ولس څخه دفاع، د دولت د حاکمیت او واک څخه ساتنه، د اساسي قانون محافظت، د امنیت او ثبات ساتل او په ټولنیز ثبات او پرمختګ کې مرسته کول دي.”
تروریزم معمولا د تاوتریخوالي هغه اعمالو ته اشاره کوي چې ملکي وګړي د سیاسي یا ایدیولوژیکو اهدافو له امله په نښه کیږي. په هرصورت، د لبنان ټولنه د تنوع، آزادۍ او کلتوري ازادي باندې ولاړ ده. ترهګرۍ په روښانه ډول د دې ارښتونو سره مخالفت کوي. تاوتریخوالی د کال 2001 د سپټمبر د 11 مې حملې څخه پیل شوې نه وه، چې اکثرا د 9/11 په نوم پیژندل کیږي، خو هغه ویروونکی ورځ نړۍ بدله کړه. هیڅوک نشي کولی نور بیطرف پاتي شي، شخړه نړیواله شوه ځکه چې د ترهګرۍ اغیزه هرچیرې احساس شوې.
د لبنان وسله وال ځواکونه د نړۍ د نورو پوځونو دمخه د ترهګرۍ ګواښ ته عکس العمل ښودلی و، او مخکې له دې چې تروریزم څخه یو نړیوال خطر جوړ شي. د کال 2000 په پیل کې د لبنان وسله وال ځواکونه د یوې تروریستي ډلې په وړاندې سخته جګړه وکړه چې د لبنان په شمالي برخه د جورود الدونیه (دونیه په شاوخوا کې) پناه اخیستي وه. دښمن په درنو او متوسطو وسلو سمبال و او په شمالي لبنان کې یې د افراطي امارت د جوړولو پلان درلود. د لبنان وسله وال ځواکونه په بریالیتوب سره دغه ماموریت ترسره کړ او ډیری ترهګر یې ونیول.
په 2007 کې، د لبنان وسله وال ځواکونه بیا اوږده جګړه وکړه، دا ځل د شمالي لبنان په نهر ایل بارید کمپ کې د فتح الاسلام پروړاندې. تروریستي سازمان په پام کې درلود چې د هیواد نورو برخو ته د تروریزم د خپرولو لپاره د شمال څخه د یوې اډې په توګه کار واخلي. دا جګړه د یو زیات شمیر ترهګرو په له مینځه وړو سره پای ته ورسیده.
په 2013 کې، د لبنان د سویلي سیمې په سیدا کې د احمد الاسیر په مشرۍ یوې تروریستي ډله پر پوځي پوستو برید وکړ. د لبنان وسله وال ځواکونه جګړې ته ځواب ورکړ او ژر تر ژره یې ګواښ له مینځه یوړ.
خطرناکه تروریستي سازمانونه چې د سوریې په پیښو کې برخه اخیستې وه، چې ترټولو مشهور یې داعش او جبهت النصره وو، د لبنان او سوریې تر منځ شمالي او شمال ختیځ پولو څخه د بمونو د لیږلو، راکټی بریدونو او پر لبنان باندې د توغندیو د ویشتلو لپاره کاروله.
پدغو حملو کې په کال 2014 کې د ختیځ پولې په ارسال ښارګوټي او شاوخوا سرتیرو باندې بریدونه شامل وو، چې موخه یې په ساحلي سیمه کې د ختیځ غرونو څخه نیولی تر طرابلس ښار پورې د سیمې نیول و. د لبنان وسله وال ځواکونه د داسې یو حرکت لپاره چمتووالی درلود. په لویه کچه یو برید یې ترسره کړ او ترهګر له ارسال څخه وشړل.
وروسته، د لبنان پوځ نږدې هره ورځ په ترهګرو باندې خپله حمله سخته کړه او درانه ګوزارونه یې ورباندې کوله. دوی د پلي کیدو په سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړل، کوم چې په 2017 کې د فجر الجورود جګړې (ډاون او د اوت سکرن) ته لاره هواره کړه.
جګړه د لبنان وسله والو ځواکونو لپاره یوه ازموینه وه، چې په شمال ختیځ پوله کې د داعش په وړاندې یو لړ هوایی او ځمکني بریدونه ترسره کړل. سرتیرو د سوریې پولې ته څېرمه په یوې دره کې ترهګر جنګیالي ګوښه کړل او د لبنان له خاورې یې وایستل.
د فجر الجورود جګړه د لبنان د وسله والو ځواکونو په تاریخ کې ترټولو لوی و چې دوه لواګانې، څلور کنډکونه او یو ځانګړي عملیاتي قطعه په کې برخه درلوده. وروستي ټیکنالوژي، د بې پیلوټه الوتکو څخه نیولي تر ځیرک او لارښود لیزري وسلې لکه هیل فایر راکټونه، د لبنان وسله والو ځواکونو ته ګټه ورسوله. نوموړي ځواکونه د هوایی او توپچي پلیټفورمونو د ادغام لپاره یوه تګلاره جوړه کړه، او د زاړه 155 ملي متري کاپرهد توپونو سره ډزې کوله چې د متحده ایالاتو لخوا مرسته شوې. د توپو ګولۍ د دې جګړې پټه وسله ګنل کیده. د جګړې په پای کې د لبنان وسله وال ځواکونه د نهو سرتیرو مړي پیدا کړل چې د کال 2014 په اګست میاشت کې د سوریې پولې ته څیرمه د داعش لخوا تښتول شوي وو.
د لبنان وسله وال ځواکونه د سیمې د پوځونو په مینځ کې لومړی و چې — یوازې — د داعش پروړاندې بریا ترلاسه کوله. بیا هم د دې لوی بریا سربيره، په لبنان کې د ترهګرۍ خطر لاهم موجود دی. د لبنان وسله وال ځواکونه په دوامداره توګه پر تروریستي حجرو څار لري او په لومړني مرحلو کې د دوی د له مینځه وړو لپاره پوځي امنیتي عملیات ترسره کوي. په نوموړي چګړو کې د لبنان د وسله والو ځواکونو 230 سرتیري شهیدان شول.
بې له شکه، د تروریزم سره کامیابه مبارزه د لبنان د وسله والو ځواکونو د جنګي ځانګړتیاوې، لوړ مورال او د دوی جنګي عزم، د خلکو ملاتړ او د ترهګړۍ او افراطیت څخه د دوی کرکه، او همدارنګه د متحده ایالاتو په مشرۍ د ډیری ملګرو هیوادونو لخوا د چمتو شوي ښه مرستې له امله، چې د یو جنګي ځواک په توګه د لبنان د وسله والو ځواکونو له نوي کولو او پیاوړي کولو سره مرسته کړي.
د لبنان وسله وال ځواکونه قوت — او د هغوی په ملي نقش باندې سیمه ایز او نړیوال باور — پوځي او وطن پالنې ماموریت ته د دوی د وفادارۍ او د خلکو پر ارمانونو د دوی د باور له امله دی. د ملګرو هیوادونو لخوا په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو د لوړ کیفیت او لوی ملاتړ د لبنان سره مرسته کړي ترڅو ډیر انعطاف پذیر واوسي، او سیمه ایز او نړیوال ثبات ته وده ورکړي.
جنرال جوزف آون
د لبنان د وسله والو ځواکونو قومندان
Comments are closed.