څانګې د لوړپوړي مشر پیغام By Unipath Last updated Oct 23, 2020 Share Facebook Twitter په دې دلیل چې د تروریزم او د تاوتریخجن افراطیت پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کویټ په سیمه کې زمونږ د باور وړ امنیتي همکار دی، نو زه خوښ یم چې د یونیپث دا موضوع چې د دغه عنوان په اړه ده، تاسو ته وړاندی کړم. کویټ د سیمه ایز ثبات لپاره ډیره مرسته کوي. هغه که د نړیوال ایتلاف ځواکونو سره د داعش پر وړاندې مبارزه کې یوځای کېدل وي، یا د نظامي تمرینونو کوربتوب وي، لکه ایګل ریزالف، او یا د منځني ختیځ او شمالي افریقا د مالي اقداماتو د وظیفوي ډلې د یوې برخې په توګه د تروریستانو مالي سرچینو ویجاړول وي. دا ډو حالت د کویټ د هېواد د جلالتماب امیر شیخ صباح آل احمد آل صباح د مشرتابه او ډیپلوماتیکو مهارتونو له برکته رامنځته شوی دی. د کویټ وسلوال ځواکونه په دې پوهیږي چې ترهګري د هیواد تر ټولو لوی ګواښ دی. د دې وېرې او ترهې پر وړاندې د مبارزې لپاره زموږ نظامي ځواکونه د خلیج هېوادونو د همغږۍ شورا او د څو ملیتي همکارو هېوادونو سره په همغږۍ د لوړې کچې چمتووالي پر ساتلو تمرکز کوي. د نړۍ ترټولو غوره وسلو کې پانګونه د معادلې یوازې یوه برخه ده. زمونږ د ځمکنیو، هوایی او سمندري ځواکونو د مهارتونو درناوی هم په هماغه کچه مهم دی. له همدې امله نظامي روزنه او تمرینونه ډېر مهم دي. هر دوه کاله کویټ په زرهاوو ځواکونو ته بلنه ورکوي تر څو په ایګل ریزالف نظامي تمرینونو کې برخه واخلي، خو زما هیواد هم د ملګرو سره یوځای د صحرایی شیلډ، نړیوال سمندري نظامي تمرین او د لویدیز پیرل تمریناتو ترسره کوي. په عرب خلیج کې وروستي ګواښونه زموږ باور بیاځلې پر دې خبر کلکوي، چې زموږ ځواکونه باید د هیواد د ډینامیکو او حیاتي ځایونو د دفاع لپار بېداره او تكړه اوسي. د ترهګرۍ پر ضد مبارزه نه یوازې د اردو بلکې د ټول هیواد لپاره د اندیښنې وړ خبر ده. د هیواد پولیس او ملي ګارد له اردو سره یوځای د کویټ امنیت ساتلو لپاره په اغیزمنه توګه کار کوي. کویټ په خپلو ظرفیتونو او ټکنالوژۍ کې پیاوړتیا رامنځته کړې تر څو د تروریستانو هغه پیسې او مالي سرچینې له منځه ویسي چې دوی ورڅخه د جرمونو ترسره کولو لپاره ترې کار اخلي. سربیره پردې، کویټ په دې هېواد کې د شته قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د هغو انلاین مرستو راجلبولو او تبلیغاتو مخه نیسي، چی له ترهګریزو سازمانونو سره مرسته کوي. د هیواد د پوهنې وزارت له افراطي ایډیالوژیو سره د مبارزې لپاره په عامه ښوونځیو کې له یو پروګرام څخه ملاتړ کوي او په ښوونځیو کې د اسلام ریښتونې مانا ورښیي، او د اوقاف وزارت د امامانو او نورو مذهبي مشرانو په روزنه کې همدا شان رول لوبوي. د داعش له منځه وړلو وروسته چې کله د عراق بیارغونې په اړه خبره کیږي، زما هیواد د عراق د بیارغونې لپاره د کویټ کنفرانس کورتبوب وکړ او د مرستو د ژمنو ترسره کولو په برخه کې یو له لویو مرسته کوونکو څخه وګرځېد. د کویټ خیریه مرستې د عراق په شمال کې او د سوریې کډوالو ته پناځایونه جوړ کړي او خوراکي مرستې یې ورته چمتو کړي او د ښوونځیو او روغتیایي کلینیکونو په جوړولو کې یې مرسته کړي. زما هیواد پدې پوهیږي چې د ترهګرو ماتول یوې همغږې هڅې ته اړتیا لري چې هیڅ هیواد نشي کولی په یواځې ځان پدې هڅو کې بریا ترلاسه کړي. زه باور لرم چې دا ډول څوملیتي، تکتیکي، عملیاتي او ستراتیژیکه تګلاره د هغې ترهګرۍ او تاوتریخجن افراطیت د له مینځه وړلو لپاره مهمه ده چې نه یوازې زموږ سیمې بلکې ټولې نړۍ ته ګواښ رامنځته کولی شي. متقاعد جنرال محمد خالد الخدیر د کویټ د وسلوالو ځواکونو پخوانی لوی درستیز Facebook Twitter Share
Comments are closed.