د لوړپوړي مشر پیغام
زهغواړم د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې څخه د یونیپث مجلې د دې ګڼې خپرولو لپاره مننه او ستاینه وکړم چې د تاوتریخجنو ترهګریزو سازمانونو سره د مقابلې لپاره اړتیا په ګوته کوي.
د یمن دولت د حوثي ترهګریز سازمان د خطر څخه لاپخوا خبر و او 20 کلونه دمخه یې ورسره مقابله کړې وه.
دغه جګړې لاهم تر نن ورځې پورې دوام لري.
نوموړې ډلې وکولی شو چې د خپل بغاوت لمنه پراخه کړي تر دې چې په 2014 کې یې د کمزوري سیاسي سیسټم او د ایران لخوا د نامحدوده ملاتړ په مرسته حکومت نسکور کړ او د پلازمېنې صنعا واک یې په لاس کې واخیست.
د یمن د خلکو او دې ډلې ترمینځ جګړه په یوې بشپړې مقابلې واوښتله چې مشري یې مشروع حکومت، وسله وال ځواکونه او د ځایي مقاومت ډلې په 2015 مارچ کې د سعودي عربستان لخوا جوړ شوي د مشروعیت غوښتونکي ائتلاف لخوا ملاتړ سره کوي. دې د خورا ډېرو پراخه سیمو د آزادېدو پایلې درلودلې. په خواشینۍ سره، په هرصورت، بهرني ځواکونو او د نړیوالې ټولنې لخوا ضعیف غبرګون د حوثیانو په ګټه پرېوتی.
سره لدې، حوثیان د وژنو او د ډېر جبر سربېره د یمن اکثریت بومي خلکو تابع کولو کې پاتې راغلي دي. د حوثیانو موخه د یمن دوکتورین، هویت، افکارو، کلتور او میراث باندې برید کول دي. مګر د یمن خلکو د کړاونو او قربانیو د ګاللو سربېره مقاومت کړی او د خپلو حقونو، آزادیو او دولت بېرته ترلاسه کولو لپاره جنګېدلي. په هرصورت، د یمن خلک فکر کوي چې پدې مشروع جګړه کې یوازې پرېښودل شوي دي. هغوی پدې باور دي چې یوه “ممتنع” نړېواله ټولنه د دې لامل شوې چې حوثیان وکولی شي خپل ترهګریز عملیات د یمن څخه دباندې ته وغزوي تر دې پورې چې حوثیان نن ورځ د عربو ملي امنیت او د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي. هغوی په یمن کې دننه او ګاونډي هېوادونو کې هوایي ډګرونه، بندرونه، او د تېلو او ګازو د تولید تاسیسات په نښه کوي.
حوثیان د نورو ترهګریزو سازمانونو لکه القاعده او داعش پر پرتله نړېوال امنیت او سولې ته لوی خطر دی ځکه چې دوی د یمن دولت عناصرو او د وسله والو ځواکونو د ځېنې وړتیاو او وسلو واک او کنټرول خپل کړی دی. علاوه لدې، هغوی اوس د وسلو او مهماتو انبار لري چې د ایران نظامي صنعت لخوا اکمال شوي، پشمول د بالستیک او وزر لرونکي توغندیو، ډرونونو، او کوچنۍ بې پرسونل کښتیو او بېړیو.
دا ډله د یوه منسجم سازمان په حیث د ایران پلان اجرا کولو لپاره حرکت کوي او په آزادانه او ښکاره ډول فعالیت کوي. دا د نورو تاوتریخجن او افراطي ډلو په څېر فعالیت نه کوي چې کوچنۍ سیارې ډلګۍ جوړوي چې د هېواد په څنډو او ټولنو کې ورګډېږي او سپک او واړه برېدونه، او چریکي جګړې کوي، او په انفرادي جلب او جذب باندې تکیه لري.
هغه څه چې ډېر خطرناک دي هغه دا دي چې نوموړې ډله د خپلې پروژې مورچلو پیاوړي کولو ته کار کوي او د فرقه ای جنګیالیو او پلویانو د نسل په ګومارلو، په ټولنه کې د ویشنو دود کولو، او د دایمي تمویل ستراتېژیک سرچینو ولکه کولو په واسطه اوږدمهاله جګړو ته چمتو والی نیسي.
موږ په خواشینۍ سره وایو چې حوثیانو د ایران لخوا د نړېوال قانون او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونو دوامداره سرغړونو له لارې، او حوثي ملېشه ته د وسلو او نظامي ټېکنالوژیو غیرمشروع اکمالاتو، پېسو، استخباراتو، تبلیغاتو او پروپاګند ملاتړ له لارې خپلې نظامي وړتیاوې او ظرفیت پراخه کړی دی.
په یمن کې د ایران جګړه په غزه کې د جګړې پرمهال ډېره شوې. ایران په سیمه کې د خپلو حوثي ملیشه او نورو نیابتي ډلو په متحرک کولو سره خپل موقف واضح کړی دی. دې د نړېوالو کښتیو او بارونو لارو ګواښلو باندې خپلې نظامي هڅې متمرکزه کړي دي او په سره سمندر، عدن خلیج او تر عرب سمندر پورې لرې سیمو کې د حوثیانو په واسطه پرمخ وړل کېدونکي ترهګریز فعالیتونه ډېر کړي دي. د باب المندب تنګي کنټرول، چې د نړیوالې سوداګرۍ یوه له خورا مهمو لارو څخه ده، د ایران لپاره یو کلیدي هدف او نړېوال امنیت ته ستراتېژیک ګواښ دی.
حوثیان د غزه د خلکو ملاتړ د پلمې لاندې د کرکې او نفرت تحرک او تبلیغ لپاره د غزې د جګړې په تړاو د خلکو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
د ایران – حوثي ګواښ سره د سمندري نظامي ائتلافونو په واسطه اسانه مقابله نشي کېدی ځکه چې دا اساسآ ځمکنۍ ستونزه ده او ترهګریز بریدونه د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه ترسره کېږي. سمندري او هوایي بریدونه یوڅه هدفونه ترلاسه کوي او د حوثیانو ځېنې وړتیاوې محدودوي، مګر دا به د حوثیانو د وړتیاو له مینځه وړلو او د هغوی د دښمنانه عملیاتو د مخنیوي هدف ترلاسه نکړي.
د یمن خلک پدې باور دي چې د حل لاره د یمن مشروع حکومت په ملاتړ کولو کې ده، د دې سره باید مرسته وشي چې د دولت کنټرول بېرته واخلي، سیمې آزادې کړي او حوثي ځواکونه مات کړي. دا به د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي، د نړېوالو کښتیو لاره خوندي، او یمن ته به دوامداره سوله او امنیت راوړي. همدارنګه موږ باید هغه ائتلافونه هم له پامه ونه غورځوو چې د یمن د خلکو ګټې لپاره جوړېږي او په نړېواله سطحه د هغوی پېژندل شوی دریځ.
موږ، د یمن وسله وال ځواکونه، د مشروع حکومت د ملاتړ کولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو د دریځ ستاینه کوو او د ملتیا او مرستې څخه یې مننه کوو چې زموږ د یمن ځواکونو سره یې کړې، او همدارنګه د ایران څخه د وسلو او نشه ییزو توکو قاچاق او حوثیانو ته د دغه وسلو رسېدو څخه د مخنیوي لپاره په مبارزه کې د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواکونو او ائتلافي ځواکونو د هڅو ستاینه کوو.
موږ د خپلو وسله والو ځواکونو لپاره نور ملاتړ او د دندو ترسره کولو لپاره د هغوی وړتیاو پراختيا او چمتو والي ډېرېدو ته سترګې په لاره یو ترڅو وکولی شي د سمندري امنیت ښه والي او تروریزم سره په مبارزه کې یو اغېزناک شریکوال شي. زموږ د سمندري او ساحلي ګارد قطعې او زموږ د پولو امنیتي ځواکونو په خپلو عملیاتي برخو کې لوی دندې پرمخ وړي، مګر وسلو، تجهیزاتو، روزنې، او ډېر عملیاتي او استخباراتي ملاتړ ته اړتیا لري.
موږ په خپل هېواد کې د سولې بیا راوستلو او د ایران او د هغې نیابتي ډلو څخه پېښېدونکي ګواښونو د مخنیوي لپاره زموږ شریکانو، وروڼو او ملګرو ملاتړ ته اړتیا لرو. د سیمې ثبات د یمن ثبات پورې تړلی دی.
ډګر جنرال ډاکټر صغیر بن عزیز، ستر درستیز او د ګډو عملیاتو قوماندان،
د یمن جمهوریت
Comments are closed.