د لبنان وسله وال ځواکونه له نړیوال ملاتړ څخه ګټه پورته کوي
لبنان د خپل ثبات او امنیت لپاره د ژمنو نړیوالو شریکانو په مرسته د خوراکي توکو، درملو او نظامي تجهیزاتو عرضه کولو ته وده ورکوي.
د نړیوال مجازی کنفرانس په پای کې چې د 2021 په جون کې د فرانسې د دفاع وزیر Florence Parly فلورنس پارلي په کوربه توب شوی و، د فرانسې په مشرۍ شریکو هیوادونو د متحده ایالاتو او ایټالیا سره په ګډه ژمنه وکړه چې د لبنان له وسله والو ځواکونو (LAF) سره به د هیواد اقتصادي بحران کې مرسته وکړي.
پارلي د لبنان د اردو او خلکو د دوامدار ملاتړ لپاره د خپل هیواد ژمنې یوځل بیا تایید کړې، د امنیت او ثبات د ملا د تیر په توګه یې د لبنان د وسله والو ځواکونو ستاینه وکړه. د کنفرانس موخه د خوراکي توکو، طبي وسایلو او د پوځي تجهیزاتو د پرزو لپاره د نړیوالو شریکانو جلب و.
د لبنان د وسله والو ځواکونو قوماندان جنرال جوزف عون په کنفرانس کې په وینا کې، د لبنان په نظامي ادارو باندې د دوی د باور لپاره له ګډون کوونکو څخه مننه وکړه.
قطر په چټکۍ سره ځواب ورکړ، ژمنه یې وکړه چې د لبنان وسله والو ځواکونو ته به په میاشت کې 70 ټنه خواړه چمتو کړي او د قطر هوايي ځواک لومړۍ بار وړونکې الوتکه د 2021 د جولای په 8 د بیروت – رفیق حریري نړیوال هوایی ډګر ته ورسیده.
د مالکم ایچ کیر کارنیګي Malcolm H. Kerr Carnegie منځني ختیځ مرکز کې لوړ پوړی سلاکار، ارم نیرګزیان Aram Nerguzian وویل: “د پاریس کنفرانس د دې لپاره دی چې ملګري هیوادونه دې ته وهڅوي چې تر 2021 پورې د لبنان له وسله والو ځواکونو سره د مرستې څرنګوالي په اړه په خلاقانه فکر وکړي، همدارنګه په داسې لارو چارو چې د وسله والو ځواکونو قوماندانۍ ته اجازه ورکوي چې پر خپلو ماموریتونو – مرزي امنیت، له تروریزم سره مبارزه او داخلي ثبات تمرکز وکړي.”
څنکه چې د لبنان د وسله والو نیت لري د ټول هیواد استازیتوب وکړي او له کورنیو سیاسي او ګوندي شخړو څخه ډډه وکړي، د لبنان خلک د ملي یووالي، خپلواکۍ او حاکمیت د ضامن په سترګه ورته ګوري. دغه هیواد د 2020 کال د اګست په میاشت کې د بیروت د بندر د چاودنې په ګډون له یو لړ اقتصادي ضربو سره مخ شوی، چې له نړیوال ملاتړ پرته یې د نظامي چمتووالي ساتلو وړتیا له خنډ سره مخ کړې ده.
سرچينې: د لبنان وسله وال ځواکونه، د قطر د بهرنیو چارو وزارت، رویټرز، مالکم ایچ کیر کارنیګي Malcolm H. Kerr Carnegie منځني ختیځ مرکز
Comments are closed.