د لبنان د هوایي ځواک د بیا جوړښت ناوګان
یونیپث کارکونکی
د نویو الوتکو د پیسو را ټولولو لپاره، د لبنان د دفاع وزارت د هاوکر هانټر پنځه عمره جنګی الوتکې او درې سیکورسکی S-61 چورلکې لیلام کوي.
د لبنان د هوايي ځواک قومندان، ډګرمن ذیاد هکیل سید وویل: “هاوکر هانټر او سیکورسکي چورلکو له کلونو راهیسې عملیات نه دي کړي، ځکه چې مالي سرچېنې نه وې ورته”. “دا لیلام به د روزنې د ناوګان او د اور وژنې د وړتیاوو د بیا جوړښت لپاره لومړی ګام وي”
د لیبان وسله وال پوځ (LAF)د خپل هوایی ډګر د ساتلو لپاره په دریو ساحو تمرکز کوي: د رادار شبکه، د توغندیو دفاعی سیسټمونه او جنګي الوتکې. خو د دغه هېواد اقتصادي ناورین د پوځي پېرنې په مخ کې خنډ دی.
امریکا متحده ایالاتو د 2021 کال په مارچ کې د 32 میلیونه ډالرو په ارزښت د لبنان هوایی ځواک د نوي کولو له هڅو سره مرسته وکړه. د امریکا په دغو مرستو کې به شپږ MD 530 سکوټ هلیکوپرې هم وي.
په لبنان کې د امریکا سفیر، دورتي شا وویل: “دا وسایل د هغو مرستو په څیر چې مخکې مو کړې دي، په مستقیمه توګه د LAF له مسلکی وړتیاوو سره مرسته کوي او د لبنان او خلکو څخه د دفاع لپاره يې د عملیاتی چمتووالي ډاډ ورکوي.”
تېرو 15 کلونو کې د لبنان هوایی ځواک د امریکا متحده ایالاتو په کلنۍ پوځي مرسته کې له 160 میلیون ډالرو څخه نږدې 40 سلنه ترلاسه کړي دي.
د لبان هوایي ځواک په 1949 کال کې د بریتانیا، فرانسې او ایټالیا له مرسته شویو الوتکو څخه په استفادې جوړ شو. د 2,500 پرسونل سره، هوایي ځواک 68 الوتکې او 18 بې پیلوټه الوتکې لري.
سرچينې: په لبنان کې د امریکا ازاد سفارت، defensenews.com
Comments are closed.