د لبنان اردو ښوونه ډیجیټل کوي
د لبنان د نظامي روزنې مخکښ کالج دیجیټل توب ته توجه کوي ترڅو افسران د داسې یوه راتلونکي لپاره چمتو کړي په کوم کې چې کمپیوټرایزیشن په سوله او امنیت کې خورا پراخه رول لوبوي.
د فواد شهاب قوماندانۍ او سټاف کالج کې د 2022 سپتمبر کې د لبنان اردو او د لبنان د ډیجیټل اوښتون شبکې (LDTN) ترمینځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو. د لاسلیک لمانځنې برنامې ګډون والو کې د کالج پخوانی قوماندان برید جنرال حسن جوني او د LDTN عمومي هغږی کونکی پروفیسر ندیم منصوري و.
د تړون موخه د عالي نظامي تعلیم سیسټم ارتقا ده ترڅو افسران وکولی شي د ټیکنالوژیکي پراختیا سره خپل ځان ته سمون ورکړي.
د لاسلیک غونډې پرمهال وینا کې برید جنرال جوني وویل، “ټیکنالوژۍ ته د ژوند په بیلابیلو برخو کې هغومره توجه کې پاتې راتلل د څومره چې مستحق ده موږ د تمدن په څنډو ږدي، چې په بې وسۍ به هغوی ته ګورو څوک چې روښانه راتلونکي ته ورځي او موږ به پکې مناسب ځای ونلرو.”
”د نن ورځې جګړې د ټیکنالوژۍ جګړې دي… درندو نظامي تجهیزاتو یوه کوچني بریښنایی چیپ ته د خپل ځای بیلل پیل کړي دي.”
ډیجیټل توب نه یوازې په نظامي برخه کې پیښیږي بلکه د حکومت په ډیری برخو کې هم. د مثال په توګه، د کوویډ-19 وبا پرمهال، د جوړ ډیجیټل سیسټمونو او زیربنا لرونکي حکومتونه د ناروغۍ خپریدو تعقیب کولو او خپلو ښاریانو ته د مرستې وړاندې کولو لپاره ښه موقف کې و.
ډیری ماهرینو په حکومت غږ وکړ د هیواد روان اقتصادي بحران په نښه کولو لپاره د لبنان د اقتصاد ډیجیټل کول چټک کړي. په 2003 کې، په لبنان کې د اداري اصلاحاتو وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام سره په ګډه د نړیوالو ډونرانو لخوا تمویل شوې هیله منده ملي بریښنایی ستراتیژي جوړه کړه او موخه یې په لبنان کې د بریښنایی حکومتولۍ ارتقا وه.
لبنان د بریښنایی حکومتولۍ ارتقا کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د دولت ډیری کارمندان د خورا وروستۍ معلوماتي او ارتباطي ټیکنالوژۍ کارولو لپاره روزل شوي دي، او د بیلابیلو حکومتي نهادونو لپاره داخلي شبکې جوړې شوې دي. سرچینې: النهار، د لبنان اردو
Comments are closed.