د قطر له پوځي کالج څخه 158 پوځي زده کوونکي فارغ شول
یونیپث کارکونکی
د قطر په دوحه کې د کال 2021 په جنوري میاشت کې د احمد بن محمد له پوځي کالج څخه په یو لړ مراسمو کې چې د اردن، کویټ، عمان او پاکستان او همداشان د قطر څخه لوړ پوړو افسرانو پکې ګډون کړي و 158 پوځي زده کونکي فارغ شول.
”نن ورځ د افسرانو نوی نسل د خپلو سلفو په تعقیب کې د دې هیواد لپاره یو نه ماتیدونکی دیوال جوړوي، داسې نسل چې کولی شي سیاسي پرمختګونه او سیمه ایزو ننګونو سره همغږې واوسي، داسې یو نسل چې د دې هیواد او د دوی د مشرانو ارمانونه درک کوي،” برید جنرال عبدالهادي محمد تریهیب الهاجري، د يوځي کالج قوماندان وویل.
د فراغت مراسم د لومړي وزیر د مرستیال او په دفاعي چارو کې د دولت وزیر ډاکټر خالد بن محمد عطیه په سرپرستۍ ترسره شول چې جلالتماب شیخ تمیم بن حمد ال ثاني هم پکې برخه اخیستې وه.
د قطر پوځي زده کوونکو سربیره، د احمد بن محمد له پوځي کالج څخه فارغیدونکې ټولګه کې د اردن، کویټ، موریتانیا، سومالیا او روانډا ځوان افسران هم شامل وو. شيخ تميم دهغه اته قطري او درې اردني افسرانو څخه په هغو برخو کې د غوره والي له امله قدرداني وکړه چې کمپيوټر، نړيوالې اړيکې او محاسبې پکې شاملې وې.
د کویټ د ملي ګارد د پلاوي مشر، تورن جنرال فالح شجاع فالح د احمد بن محمد له پوځي کالج څخه د کویټي پوځي پرسونل د مهارتونو د لوړولو له امله ستاینه وکړه. هغه د ملګرو هیوادونو له امنیتي ځواکونو سره د تجربو د تبادلې پر اهمیت باندې ټینګار وکړ، ترڅو په تکتیکي، تخنیکي او لوجیستیکي پرمختګونو کې یو شان پاتې شي.
د قطر وسله والو ځواکونو د پخواني مشر شیخ حماد بن خلیفه ال ثاني نظر د پوره کولو لپاره، قطر په کال 1996 کې پوځي کالج تاسیس کړ، چې د اردو او پولیسو ماموریتونو لپاره یي اکاډیمیکي او مسلکي زده کړې چمتو کړي.
Comments are closed.